دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 139009
په خوست کې بې وسلې پولیس دندې پیلوي
د امنیتي چارواکو په وینا؛ ولسي پولیس بې وسلې پولیس دي، چې د قومي شوراګانو په توګه رامنځته او د دولت او خلکو ترمنځ اړیکې تنظیموي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د خوست د بېلابېلو ولسوالیو قومي مشرانو او دیني عالمانو ټینګار کړی، چې له دې وروسته به د ولسي پولیسو په نوم له دولت سره همکاري کوي.
د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو رییس جنرال همایون عیني وایي، د دې تشکیلاتو رامنځته کولو هدف دا دی، چې دولت د بې وسلو کسانو پرمټ له خلکو سره د ستوونزو حل ته ورسیږي.
نوموړی زیاتوي، ولسي پولیس په ولسوالیو او کلیو کې له ځایي مشرانو او دیني عالمانو جوړ تشکیلات دي، چې د ولس او دولت ترمنځ به اړیکې تنظیموي.
د خوست والي مرستیال شیربادشاه ارګونی هم په دې ولایت کې د ولسي پولیسو رامنځته کیدل اغېزناک بولي او وایي، له دې وروسته به قومي مشران او دیني عالمان د مسوولیت له مخې د ستوونزو پر وخت له دولت سره همکاري کوي.
د خوست امنیه قومندان جنرال فیض الله غیرت وایي، د قومي مشرانو دغو شوراګانو ته به پېنځه ورځې زدکړې ورکړشي، چې له هغې وروسته به په خپلو سیمو کې د ولسي پولیسو په نوم له دولت سره د خلکو اړیکې تنظیم کړي.
مشران ژمنه کوي، چې دوی به د افغان دولت کلکه دفاع کوي.
قومي مشران صدیق الله نظیم او جلندرشاه له دغې پرېکړې ملاتړ وکړ او په ډاګه یې کړه، چې د ولسي پولیسو په چوکاټ کې د خپل نظام خدمت کوي او ستونزې به د خبرو له لارې اواروي.
دا په داسې حال کې ده، چې کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو ترڅنګ، سیمه ییز پولیس هم رامنځته کړي دي، چې هغوی وسلوال او د خپلو سیمو د امنیت خوندي کولو مسوول دي؛ خو ولسي پولیس بیا له ځآيي مشرانو جوړ تشکیلات دي، چې د خبرو اترو له لارې د دولت او خلکو ترمنځ همغږي رامنځته کوي او د ستوونزو لپاره د حل لارې لټوي.
https://avapress.com/vdchvwnzw23nxvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته