دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 139900
د ولسمشر او بلخ والی اړیکی؛ سوړ که ګرم؟!
ځینی خبرونه د ولسمشر غنی او استاد عطا د اړیکو د ډیروالی څخه حکایت کوی او په دی برخه کی د بلخ والی ویاند اخیر ویناوی د دقت وړ دی.
د بلخ ولایت مقام ویاند د بلخ والی او ولسمشر د اړیکو د ښه والی په اړه خبری کوی.
منیر فرهاد، د بلخ والی ویاند، دی ولایت ته د ولسمشر اخیر سفر په مربوط، د عطامحمدنور او اشرف غنی د اړیکو د ښه کیدو څخه خوښحالی ښودلی او ددواړو جناحو مذاکری تردی دمه مثبت بللی دی.
د هغه په وینا، که څه هم د ښاغلی غنی او نور مناسبات په تیرو وختونو کی ښه نه وو. خو ورځ په ورځ د هغوی د اړیکو د ښه کیدو شاهدان یو او دا اړیکی ورځ په ورځ ښه کیږی.
نږدی او ګرم اړیکی! داسی په نظر رسیږی چی د قضیی اصل هم په همدی وضعیت کی وی؛ لمړۍ دا چی ولی دا اړیکی لیری وو او یا کوم عاملونه ددی سبب سو چی نږدی سی؟ یو هغه دلائلو ته چی پوهان د لیری والی لپاره ورته اشاره کوی، د عطا محمد نور مثبت لید د هیواد اجرائیه ریاست ته د ملی وحدت د حکومت د تشکیل څخه او دهغه مخکی څخه دی.
داکتر عبدالله د هغه ځایه څخه چی د عطامحمد نور د جهاد دوران رهبرانو او ګوند څخه د جهاد مخکی او وروسته وو او له همدی امله هم د داکتر عبدالله څخه په ټولټاکنو کی ملاتړ وکړ، په ادامه کی هم همداسی د بلخ والی تر ملاتړ لاندی وو.
دا ملاتړونه د داکتر عبدالله څخه همداسی ادامه درلودی؛ تر څو چی غنی او همفکران یی د ریاست جمهوری په ارګ کی د استاد عطا د عزل کیدو د بلخ ولایت مقام څخه تصمیم ونیول. د ځینو پوهانو له نظره عطا محمد نور په تدافعی موضع کی نسبتآ ضعیف قرار لری؛ ځکه چی داسی احساس کیدله چی داکتر عبدالله هم په دی برخه کی دهغه څخه لازم ملاتړ نه کاوه او دا داکتر عبدالله مواضعو څخه دا اخذ عطامحمدنور دوو لارو او اقداموته وهڅوله.
لومړۍ موضوع چی د بلخ والی د داکتر عبدالله سره پر اړیکی باندی تجدید نظر کوله چی همدا کار یی هم وکړ او لکه څنګه چی انتظار کیدله په جدی او صریح اقدام سره، د داکتر عبدالله سره تر نامعلومه وخت پوری خداپه آمانۍ وکړ او په همدی وخت کی زرغون څراغ و اشرف غنی ته شکاره کړ او د پوهانو په باور چی ولسمشر غنی هم د همداسی موقعیت په لټه کی وو، په ښه توګه لیک ترلاسه کړ او نور د بلخ والی د مقام څخه ایسته کیدو خبری نسته.
خو د ولسمشر سفر بلخ ولایت ته؛ داسی په نظر رسیږی چی دا سفر طلایی چانس عطامحمد نور ته برابره کړه؛ چی ښه لاسته راوړنی د هغه څخه دخپلو او اشرف غنی د اړیکو د ټینګولو لپاره ښه ګټه واخلی. د ځینو ګزارشونو په اساس د مزارشریف جادی د اشرف غنی په لویو پوسترونو باندی شکلی سوی دی، د ځوانانو ډلی هغه ته ګلان ورکړ او شپه هم ولسمشر غنی د اسلامی جمعیت سیاسی دفتر په میلمستون کی چی په ښاغلی نور پوری اړه لری، اقامت درلودی.
پوهان د ریاست جمهوری سفر و بلخ ته د دهر دواړو لورو لپاره مثبت او ښه ارزوی او معتقده دی چی د اشرف غنی او عطا محمد نور اړیکی د مذاکراتو په لړ کی د قدرت د تقسیم په اړه ډیر ښه والی ته رسیدلی دی. په همدی تګلاری سره د ښاغلی غنی سره یو همرا د مزارشریف په سفر کی وایی: د نورو ولایتونو برخلاف د بلخ د خلګو شکایت د محلی مقاماتو څخه لږ وو او او اجتماعی رفاه ډیر په سترګو کیدله.
ددی اظهاراتو او تعارفاتو شبیه، دقیقآ همغه څه دی چی د بلخ والی د هغه پسی دی؛ یعنی د سولی او آشتی پیغام رسول او هم دوامدار همکاری د ولسمشر سره او د اشرف غنی په زړه کی ځانته ځای نیول او تر ټولو مهم دا پیغام چی که ولسمشر وغواړی عطا محمد نور د داکتر عبدالله څخه ډیر ښه د هغه حکومت سره یاری کولای سی او د دولت د یو قوی بازو په شان د هیوادپه شمال کی نقش او وظیفه ترسره کړی.
خو ځینی پوهان د بل زاویی څخه د ولسمشر غنی او عطامحمدنور قضیی ته ګوری. هغوی په دی باور دی: چی د ښاغلی نور راتلل و صحنی ته د موافقانو او مخالفانو نرم او سخت عکس العملونو سره یوځای وو. دا عکس العملونه بیلابیل ریشی لری. ځینی دا عکس العملونه ددی څخه دی چی د تاجیکانو هسته ای قدرت د مرکز څخه و شمال ته بدلون ونه کړی او ځینی هم ددی څخه دی چی عکس العمل کوونکی اندیښنه لری چی داسی نه وی ښاغلی نور اشرف غنی تیرباسی او د ریاست اجرائیه نقش چی په هر حال کی د تاجیکانو اقتدار د ملی وحدت په حکومت کی بلل کیږی تضعیف کړی.
په هر حال کی، هغه څه چی دا عکس العملونه شکاره کوی دادی چی ښاغلی نور ډیر خطرناک لوبی ته قدم ایښی دی چی ددی احتمالی خطرات مخکی له دی چی د هغه خلګو ته وګوری، د هغه سیاسی راتلونکی ته متوجه دی. یعنی که عطا محمد نور د عبدالله په شان د غنی مات سی او هغه څه چی غواړی لاسته رانه وړی بی ګمان په یو سوځلي مهری باندی به بدل سی چی په هغه صورت کی دهغه ګټه به د نور معترض ګوندونو ته ورسیږی. خو که عطا محمد نور د عبدالله عبدالله برخلاف وکولای سی بریالی ددی امتحان څخه ووځی، چی په دی صورت کی، ښاغلی نور سره معترضان د عبدالله عبدالله په شمول د سیاست په ډګر کی د ښاغلی نور څخه به مغلوب سی.
په هر حال کی، دواړه لوړ لید منافات نه لری او کولای سی د یو ترڅنګ مطرح وی خو دا چی کوم یو ولسمشر او بلخ والی د سیاسی بهره کشی توان د یو بل څخه لری او د لوبی بریالیتوب کاغذ د چا په لاس کی قرار لری، باید د زمان او راتلونکی ته انتظار وباسو.
https://avapress.com/vdchvwnzv23nxwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته