دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 150402
د ارګ محافظت او ملي امنیت پخواني کارکونکو د وژلو په اړه د کرزي ادعاوې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ادعا کوي چې په ننګرهار ولایت کې د جمهوري ریاست یا ارګ محافظت، ملي امنیت، او د ننګرهار ګمرک پخواني کارکوونکي د ځانګړو ځواکونو په عملیات کې وژل شوي.

د پخواني ولسمشر له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی په جلال آباد ښار کې د امریکا ځانګړو سرتېرو په عملیاتو کې زموږ د درې تنو هېوادوالو شهیدېدل په کلکو ټکو غندي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې حامد کرزی د دغو درې تنو په شهادت چې د جمهوري ریاست د محافظت، د ملي امنیت او د ننګرهار د ګمرک کارکوونکي وو خپله ژوره خواشینۍ څرګندوي او د افغانستان له حکومت څخه غواړي چې په کلکه د خارجیانو د په خپل سريو مخنیوی وکړي.

تر اوسه د حکومت چارواکي په دې اړه څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي وو، چې د وسله والو طالبانو درې غړي د ځانګړي ځواکونو په عملیات کې وژل شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي «د  بټي کوټ ولسوالۍ انبارخانې سيمه کې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو يو سرګروپ په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.»

د ولایت مقام په وینا، د عملياتو پر مهال تر شک لاندې ۹ تنه نيول شوي او افغان ځواکونو له ځان سره بيولي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvvnzi23nmkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته