دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۱۶
د مطلب کود : 147901
میرزا ولنګ؛ د دولت سکوت، تروریزم پراختیا
د سرپل والی ویاند وایی چی د مرکزی حکومت څخه د تازه نفس ځواکونو مکررو غوښتنو سربیره، تراوسه کوم ځواکونه دی ولایت ته نه دی رسیدلی.

 

 

 

 

ذبیح الله امانی وویل چی د طالبانو او داعش ځواکونه د یکشنبه په ورځ د میرزاولنګ سیمی ته په داخلیدو سره، ۵۲ غیری نظامی شیعه کسان په ډیر بد توګه وژلی دی.

ښاغلی امانی وویل چی دی ډلو پوری اړوند ترهګر دی سیمی ته واردیدو وروسته، غیری نظامیان د خپلو کورونو څخه ایستلی، ځینی تیرباران کړی، ځینی سرونه پری کړۍ، ځینی د غرونو څخه لاندی اچولی او ځینو باندی ډزی کړی.

د سرپل والی ویاند زیاته کړه چی د قربانیانو اجساد تراوسه هم د پیښی په سیمو کی پاته دی او شورشیان تراوسه اجازه نه دی ورکړی چی دفن سی.

همدارنګه ویل کیږی چی تروریستان ۱۵۰ کورنی ګروګان نیولی دی او هغوی یو په بل پسی وژنی.

ددی سیمی تصرف نه مخکی، ځینی رسنۍ او ټولنیز شبکو کارکوونکی په دی سیمه کی ددی فاجعی د رامنځته کیدو خبرتیا ورکړی وو.

سربیره پردی اوس په میرزا ولنګ کی د ملی وحدت حکومت په وړاندی، یو ټول عیار قومی او مذهبی پاکسازی په جریان کی دی.

طالبان او داعش تروریستان لاس په لاس ورکړی دی ترڅو د میرزاولنګ بی دفاع او مظلوم شیعیان څیری څیری کړی.

ځینی ګزارشونو له مخی د وژنو طریقه دومره هولناکه دی چی حتی ساده روایت یی ډیر جانګدازه دی.

په عینی حال کی، نوری وحشتناکه خبری هم شتون لری. ویل کیږی چی تکفیری تروریستان، شیعه لسګونه انجونی د جنسی ګټه اخیستنی لپاره هم د ځانه سره وړی.

دولت همداسی نظارت کوونکی دی. سیمه ایز چارواکی وایی چی د صیاد په ولسوالی کی یواځی ۵۲ تنه پولیس ځواکونه مستقر دی! هغوی همدارنګه تائیدوی چی د مکرر غوښتنو سربیره مرکزی دولت حتی یو تازه نفس ځواک هم سیمی ته نه دی اعزام کړی.

د اشرف غنی غبرګون هم ډیر جالب وو. هغه هغه وخت چی د فساد په اړه په امنیتی ځواکونو کی خبری کولی، د میرزاولنګ شهیدانو وینی بدلی اخیستلو باندی ټینګار ترڅنګ، حتی پردی باندی حاضر نه سو چی د طالبانو څخه ددی فاجعی اصلی عامل په حیث نوم واخلی. هغه د وین او دین دشمنانو په شعار سره ددی موضوع څخه تیر سو ددی لپاره چی دا سی نه سی چی د طالب فاشیست جنایتکارانو پر تندی باندی تاریخی ننګ پاته سی او د هغوی او اشرف غنی سولی پروسه کوم زیان ووینی.

د میرزا ولنګ وینه نن د افغانستان خلګو په رګ رګ کی جاری دی. خلګ په شدت سره غمګین او خشمګین او معترض دی. د کابل حکومت څخه هیلی په پوره توګه قطع سوی دی. په ټولنیز شبکو کی غبرګونونه ټوله کابل دولت او په میرزاولنګ سیمه کی قومی او مذهبی تصفیه کوونکی تروریستان ته یو نظر لری.

معترض او خشمګین خلګ د شیعه او سنی په شتون سره په داسی حال کی د مظلوم قربانیانو او شهیدانو او شیعه بی سرپنا کورنیو سره په میرزاولنګ کی، د همدردی اظهار کوی، د کابل حکومت دولتمردانو څخه خپل بیزاری او نفرت هم شکاره کوی.

اعتراضونه په بی ساری ډول سره د حکومت مشروعیت تر پوښتنی لاندی راوړی او اکثره خلګ سخت افزارانه طریقی ته توسل سره د وضعیت بدلون لپاره آماده دی او غوښتونکی یی دی.

بحران په ډیر ملموس توګه د پراختیا په حال کی دی.

 

د مرستی لپاره میرزاولنګ ته د ځواکونو نه لیږل، د خلګو خشم څو برابره کړی دی. ډیر خلګ په دی باور دی چی حکومت د تروریزم څخه ملاتړ کوی او دمیرزاولنګ په جنایت کی لاس لری.

په کابل او هرات کی اخیر غم انګیزه پیښی هم بحران او فاجعی ته پراختیا ورکړی دی او خلګ د تروریستانو او هغوی دولتی ملاتړ کوونکو قومی او مذهبی نسل وژنی په نسبت ډیر په شدت سره اندیښمند دی او د هغه هولناک راتلونکی په اړه ډیر خبرداری ورکوی.

کارپوهان وایی چی دولت غوښتلی او یا ناغوښتلی د بحران مدیریت څخه ناتوانه دی. وضعیت په ډیر هولناک توګه د دولت کنترول څخه خارج سوی دی او ملی وحدت حکومت مشران، د خلګو بی ساری خشم لاندی قرار نیولی دی.

ناتو هم د کابل دولت اصلی ملاتړ په حیث ددی وضعیت په وړاندی اندیښنه ښودلی دی؛ هغه موضع چی د پوهانو په باور، د کابل دولت او راتلونکی جنګی وضعیت راتلونکی څخه اندیښنه دی چی پوه یا ناپوه د ناتو او کابل دولت کنترول څخه خارج سوی دی.

ځینی صاحب نظران هم حکومت ته خبرداری ورکوی چی په هوش راسی او د خلګو غوښتنو ته توجه وکړی؛ که نه نو د خلګو سخت او غیری مهار خشم سره مخ سی او د تروریزم سره په ملاتړ باندی تورن سی.

https://avapress.com/vdchvqnzz23nkwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته