دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 147000
ننګرهار کي د داعش وسله والو ۲۵ تنه وژل شوي او ۱۵ نور زخميان شوي دي
ننګرهار چارواکي ویلی، په دی ولایت کې د فاتحې په مراسمو کې پر داعش وسله والو هوايي عملیاتوشوی.



د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، دغه  پېښه پرون د دی ولایت د هسکه مېنه ولسوالۍ د مریز کنډ‌‌‌‌‌و سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ مسؤلین ویلی، پرون د بهرنیو ځواکونو بې‌پيلوټه الوتکې د دې ولسوالۍ په مریز سیمه بمبار کړی چې په‌کې داعش وسله‎والو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو تر څنګ ملکي خلکو ته هم تلفات اوښتي.
د هسکې مېنې ولسوالۍ چارواکي زیاتیوی، په د حاجي امان په نوم د یوه ځايي کس د فاتحې له مراسمو څخه پر حکومتي ځواکونو برید وشو، چې وروسته امنیتي ځواکونو هم متقابل برید وکړ.
سرچینیوی، دا بمبار پر یوه کور هغه مهال وشو، کله چې د یاد کور څخه پر بهرنیو ځواکونو انداخت وشو.
د هسکې مېنې ولسوال حاجي سازولي زیاتیوی، په دې بمبار کې د داعش د۵ مهمو سرګروپانو په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي او ۱۵ نور زخميان شوي دي.
نوموړی وايي، په دې بمبار کې ملکي خلکو ته هم تلفات اوښتي.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ټه څه نه دي ویلي.

https://avapress.com/vdchvqnzv23nkvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته