دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 117805
روسیه: داعش ښايي له افغانستانه منځني اسیا ته مخه کړي
ښاغلي انتونوف چې پرون د چين په پلازمېنه پيکنګ کې يوه دفاعي کنفرانس ته خبرې کولې؛ وويل، لا هم څرګنده نه ده چې افغان دولت په يوازې سر د دې جدي خطر په وړاندې مقابله کولاى شي که نه؟

((د اسلامي دولت ډله يا داعش ښايي د افغانستان له خاورې د مرکزي اسيا د ګډو ګټو د خپلواکو دولتونو د غړو هېوادونو يا هم د چين شين جين سيمې خوا ته چې د اويغور ياغيانو خودمختاره سيمه ده، د لا پرمختګ لپاره کار واخلي.

په داسې حال کې چې نړيوال امنيتي ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي، لا هم دا پوښتنه بې ځوابه پاتې ده، چې ايا کابل دا توان لري چې په يوازې سر د دې خطر مقابله وکړي؟))

تر دې مخکې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين هم ورته اندېښنه څرګنده کړې وه.

په وروستيو کې د افغانستان په ځينو برخو کې د داعش ډلې حضور د منځنۍ اسيا او د افغانستان ګاونډي هېوادونه اندېښمن کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvqnzm23nz6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته