دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۳۵
د مطلب کود : 95790
جیمز ډابېنز وایي، د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې حقاني شبکه تیت او پرک شوې او دوی ته ډاډ ورکړل شوې
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی جیمز ډابېنز وایي، د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې حقاني شبکه تیت او پرک شوې او دوی ته ډاډ ورکړل شوې، چې دا شبکه به نور ګواښ نه رامنځ ته کوي.
ډابېنزنن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دغه ډاډ یې له پاکستاني چارواکو سره ترلیدو کتو وروسته حاصل کړی دی: 
″زموږ په باور حقاني شبکه د نورو تروریستانو په څیر خطرناکه ده، دا شبکه له وزیرستانه ویستل شوې، موږ ته پاکستاني چارواکو ډاډ راکړئ، چې دوی ته به شمالي وزیرستان ته د بیا راتلو اجازه نه ورکول کیږي او دغه راز به د پاکستان په نورو سیمو کې هم فعالیتونو ته نه پریښودل کیږي.″
 ډابېنزدغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې د شمالي وزیرستان عملیاتو د دوی قناعت نه دی ترلاسه کړی.
 خو ډابېنز وویل، چې دوی به په راتلونکې کې هم د پاکستان د عملیاتو اغیز وڅاري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdchvqnw.23nmwdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته