دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۲
د مطلب کود : 154903
په مزار شریف ښار کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

نن له غرمې مخکې کابو ۱۱:۰۰ بجې د بلخ مرکز په شریف ښار کې د یوط چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

یوه امنیتي سرچینه په مزار شریف ښار کې وایي چاودنه د مغناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا، په دغه چاودنه کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د پیښې مسئولیت تر اوسه کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

بلخ د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.

په همدې حال کې د بلخ پولیس چارواکي وایي پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې په یوه هایلکس ډوله موټر کې ځای پر ځای شوی مغناطیسي ماین وچاودید او په ترڅ کې یو تن ووژل شو او دوه نور کسان ټپیان شوي.

د چارواکو په وینا، پیښه د مزار ښار اړوند د نور څلور لارې ته څېرمه رامنځته شوې ده خو د پیښې د قربانیانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvknzx23nmwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته