دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 114600
اوباما، د کانګرس له لوري د ایران د اټمي موافقې د تصویب غوښتونکی شو
د امریکا ولسمشر وايي، د ملګروملتونو د امنیت شورا له لوري په یوه خوله د ایران د اټمي موافقې تصویبېدو وښودله چې نړېوال په دې سلا دي چې دا موافقه د ایران له لوري د اټمي وسلې د نه جوړولو لپاره ډاډمنه شوې ده.
د امنیت شورا له لوري د دې موافقې تصویب لاره اواروي چې د ایران پرضد نړېوال بندیزونه په تدریجي او مشروط ډول لېري شي.
بندیزونه به هغه وخت ایسته شي چې ټول لاسلیکوونکي هېوادونه سند تایید کړي.
د ملګروملتو امنیت شورا په خپل پروني پرېکړه لیک کې له مهالوېش سره سم د موافقې د بشپړ تطبیق غوښتنه وکړه.
دا پرېکړه لیک همدا راز وايي، د اټمي انرژۍ د څارنې نړېواله اداره باید د ایران د اټمي ژمنو د څارنې او څېړنې لپاره تدابیر غوره کړي.
د امریکا ولسمشربارک اوباما وویل، هیله لري چې د کانګریس غړي د ملګروملتو د امنیت شورا پرېکړې ته توجه وکړي.
د امریکا جمهوري غوښتونکو له دې موافقې سره سخت مخالفت کړی دی.
ولسمشراوباما د کانګریس د غړیو د موافقې د ترلاسه کولو لپاره په یوه اقدام کې پرون د هغه لیک هرکلی وکړ چې د ملي امنیت متخصصانو لاسلیک کړی دی.
دغو متخصصانو له ایران سره اټمي موافقه له امنیتي نظره تایید کړې ده.
د ملګروملتونو د امنیت شورا له لوري د پرېکړه لیک تصویب ایران د بندیزونو لېري کېدو ته یو ګام بل نژدې کړ او په مقابل کې یې خپل اټمي پروګرام محدودوي.
د پرېکړه لیک پراساس، که د موافقې هر لاسلیکوونکی هېواد لکه امریکا، چین، روسیه، فرانسه، بریتانیا، جرمني او یا اروپايي اتحادیه ووايي چې ایران له موافقې سره سم خپلې ژمنې نه دي پوره کړي، امنیت شورا په ۳۰ ورځو کې بیا رایې اخلي چې د بندیزونو پر نه پای ته رسولو پرېکړه وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchvknzv23nz-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته