ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د اداري فساد سره د مبارزې د ادارو ډېروالي د دغه پدیدې په وړاندې مبارزه ټکنۍ کړې ده.
ښاغلي غني د فساد د فرهنګ پرضد د اروپايې ټولنې درېیم کلني کانفرانس ته په خبرو کې وویل چې نړیواله ټولنه باید دې برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.
نوموړي همدارنګه وویل چې پخوا له ګمرکونو پیسې ورکېدلې خو اوس په دې برخه کې کنټرول راغلی.
هغه وویل هغه تړنونه چې د يو لاسه بل لاس ته لوېږي فساد ته زمینه برابروي خو د دغه ستونزې د هواري لپاره يوه پالیسي جوړه شوې چې په پلي کېدو سره به یې ډېرې ستونزې هوارې شي.
ولسمشر غني دا هم وویل چې د فساد سره مبارزه یو دروند مسؤلیت دی او نړیواله ټولنه او همکار هېوادونه باید دې برخه کې افغانستان يوازې پرېنه ږدي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)