دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۸
د مطلب کود : 152905
په افغانستان کې د امریکا پوځ د ماموریت په اړه د ولسمشر ټرمپ تازه پرېکړه

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه به له دې وروسته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ په پوځي عملیاتو کې برخه واخلي.

د امریکا دفاع وزرات ځینې چارواکي فارن پالیسي ورځپاڼې ته ویلي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره امریکا پوځ ته اجازه ورکړي چې د افغان ځواکونو ترڅنګ د ترهګرو پر ضد په عملیاتو کې برخه واخلي.

چارواکي زیاتوي، د امریکا پریکړه کړي چې افغانستان ته زرګونه نور سرتیري هم ولیږي.

د پنټاګان د چارواکو په وینا، ټاکل شوې چې له دې وروسته سلګونه امریکایي سرتیري په جنګي ماموریتونو کې د افغان ځواکونو ملتیا کړي او د هوایي او توپچي بریدونو د تنظیم او همغږي په برخه کې به یوه مهم رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تیره اونی وویل،  چې د ناټو دفاع وزیرانو پریکړه چې د دغو ځواکونو شمېر له ۱۳۰۰۰ څخه ۱۶۰۰۰ ته پورته کړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګیسټ په میاشت کې د افغانستان په اړه د خپل اداره نوې ستراتيژي په ډاګه کړه.

ولسشمر ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت پر دوام او ترهګرو ډلو پر لمنځه وړلو یې ټینګار وکړ.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د ترهګرو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو له هڅو او مبارزو څخه هم ستاینه وکړه او زیاته کړه چې د افغانستان او د افغان پوځ د تقویې په برخه کې به د امریکا مرستې ادامه ولري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس( آوا)
https://avapress.com/vdchvinzm23nmwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته