دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۴
د مطلب کود : 148702
ولسمشر غني د افغانستان او امریکا تر منځ د همکاریو تړون سند د تطبیق د پیل حکم لاسلیک کړ

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تیره ورځ افغانستان او امریکا تر منځ د همکاریو تړون سند د تطبیق د پیل حکم لاسلیک کړ.

د ارګ ماڼی له خوا په خپره شې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دغه سند د امریکا سفارت د شارژدافیر په مشرۍ پلاوي او د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال نیکولسن په حضور کې لاسلیک شو.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان او امریکا تر منځ د همکاریو نوي تړون کې د افغانستان دولت له ۲۰۰ څخه زیاتې ژمنې شاملې دي.

د ارګ ماڼی په وینا، حکومت د دې سند د تطبیق په موخه ټولو وزارتونو او دولتي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې په سند کې د درج شویو ژمنو مطابق اجرات وکړي او د اړونده کمېټو له لارې راپور ورکړي.

د افغانستان ملي امنیت سلاکار ښاغلي حنیق اتمر وایي، د افغانستان او امریکا تر منځ د څلورګونو کمېټو د کار په اړه وویل چې څلورګونې کمېټې به د ښې حکومتولۍ، سولې، امنیت او اقتصاد په برخو کې کار وکړي او نن د افغانستان او امریکا تر منځ د همکاریو تړون سند د تطبیق رسمي پیل دی.

ښاغلي اتمر زیاته کړه، د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري د دوه اړخیزو ژمنو په اساس رامنځته شوې او افغانستان د بنیادي اصلاحاتو راوړلو ته ژمن دی. هغه ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه به په ګډه د دې تړون سند د عملي کولو په برخه کې کار وکړي.

د هېواد د ملي امنیت سلاکار څرګنده کړه چې د دوه اړخیزه ژمنو د معیارونو او شاخصونو په اړه توافق شوی او دغه لاسلیک شوی سند به د افغانستان د پرمختګ لامل شي.

https://avapress.com/vdchv6nzi23nkqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته