دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۶
د مطلب کود : 141772
د افغانستان خلګ ددی څخه چی هیواد یی د رقابتونو ډګر باندی بدل سوی دی سخت رنځ وړی
د هیواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی د مسکو جهانی کلنی امنیتی ناسته کی په روسیه کی یو ځل بیا د نړیوالو هڅو ته د تروریزم منځه وړنی لپاره ټینګار وکړ.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، کرزی د افغانستان اوسنی وضعیت ته اشاره وکړ او وویل: که موږ خپل هڅی د تروریزم سره مبارزی په برخه کی یوځای کړو په باور سره کولای سو دا پدیده له منځه یوسو. زموږ هیواد د تروریزم اصلی قربانی دی او د قدرتمند هیوادونو ترمنځ تعامل د پاشیدلو په حال کی دی.
کرزی زیاته کړه: جهانی قدرتونه نه یواځی باید خپل هڅی د تروریزم سره مبارزی په برخه کی هماهنګه کړی بلکه شخصی ګتی هم باید ترڅنګ کیږدی.
هغه داعش تروریستی ډلی ته په اشاری سره وویل: افراط او هراس افګنی په سیمه کی د پراختیا په حال کی دی چی ډیر جدی ګواښ و سیمه ایزو هیوادونو لکه روسیه، هند او ایران ته متوجه کوی.
کرزی په سیمه کی جهانی قدرتونو رقابت څخه په نیوکی سره وویل: متاسفانه رقابت د همکاری ځای نیولی دی او افغانستان ددی برخی څخه ډیر زیان لیدلی دی. د تروریزم سره مبارزی کمپاین منځه راوړنه د یو منطقوی اجماع په اساس وی او شخصی ګټی په هغه کی نه وی یو اړتیا دی.
هغه همدارنګه د امریکا عمل څخه د سولی او امنیت برقراره کولو لپاره په افغانستان کی نیوکه وکړ او وویل: آمریکا لوی بوم د بمونو څخه په افغانستان کی د تروریزم سره مبارزی په وړاندی ګټه اخیستل کیږی چی د ځینو هیوادونو په ملاتړ سره هم مخ سوی دی، خو د افغانستان بحران ددی بوم سره نه حل کیږی.
د آسیا خبرګزاری په ګزارش سره، حامد کرزی وویل افغانستان قوی اراده د پاکستان سره د اړیکو د ښه کیدو لپاره لری خو خو یواځی په داسی صورت کی چی پاکستان د تروریزم څخه ابزاری ګټی اخیستنی ته د پای ټکی کیږدی.
کرزی همدارنګه په دی ناسته کی د طالبانو څخه وغوښته چی د بیګناه کسانو د قتل او کشتار څخه لاس واخلی او مذاکری میز ته مخه کړی.
https://avapress.com/vdchqznzi23nkqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته