د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندوی پلاوی ″یوناما″ په فراه ولایت کې د دولسو ملکي وګړو عمدي وژنه غندلې.
یوناما په یوه بیان کې وايي، چې د شنبې په ورځ د طالبانو یوې ډلې د فراه په قلای کاه ولسوالۍ کې پر شپاړلسو ګارګرانو په قصدي توګه ډزې وکړې چی په پایله کې دولس کسان ووژل شول او څلور نور یي ټپیان شول.
په بیان کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي یان کوبیش له قوله راغلي چې وايي، دا ناروا وژنې جنګي جرایم دي.
ښاغلي کوبیش له طالبانوغوښتي چې د ملکيانو عمدي وژنې بندې کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)