دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 140674
دکانکور په پروسه کي بايد معيار په نظر کي ونيول سي

دولايت مقام ، سيلاب خيريه بنسټ او ډاکټر مامون طاهري دروغتيايې علومو دانستيتوت ترمنځ دسوي تفاهم ليک پر اساس نن د ٨٠٠ کسانو څخه دکانکور ازموينه واخستل سوه .
د صدای افغان خبری آژانس، دازمويني په بهېر کي دکندهار ولايت مرستيال عبدالحنان منيب دياد انستيتوت څخه مننه وکړه چي دخپلو هيواد والو سره دمرستي په موخه دولايت مقام سره په تفاهم د ٦٠ فيصده په تخفيف دهيواد والو د تعليمي کچې دلوړني په برخه کي مرسته کوي .
ښاغلي منيب وويل د ازمويني په بهېر کي دي بايد معيار په نظر کي ونيول سي، ترڅو هغه کسان دي پروسي دلارې د روغتيايې زده کړو د ترلاسه کولو لپاره لاره ومومي چي وړتيايې ولري او په راتلونکي وکولاى سي چي خپلو هيوادوالو ته دروغتيا په برخه کي صحي خدمات وړاندي کړي،هغه همدارنګه وويل ولايت مقام دخپلو هغو بيوزلو هيوادولوچي د زده کړو دترلاسه کولو لپاره وس او توان نلري دلوړو زده کړو دحاصلولو زمېمه برابروي، هغه وويل دکندهار ولايت په ښار او ولسواليو کي دروغتيا په برخه کي مسلکي او باتجربه کسانو ته ضرورت سته چي د دې ولايت په يو شمېر ولسواليو کي هغومره چي ښايې دروغتيا په برخه کي خدمات ندي سوي .
د ډاکټر مامون طاهري دروغتيايې علومو انستيتوت موسس ډاکټر همايون رحماني وويل ياد انستيتوت څخه تر دي مهاله پوري ٤٠٠ تنه په مختلفو رشتو کي فارغه سوي چي په ميرويس حوزوې روغتون او شخصي روغتونونو کي دنده اجراکوي، هغه وويل اوسمهال هم د دې انستيتوت په نهمه کانکور ازموينه کي ٨٠٠ تنو ګډون کړى چي ١٥٠ تنې ښځې دي او ياد کسان د بريالي کيدو وروسته په پنځو بخشونو لکه نرسنګ، قابلګي،فارميسي،لابراتوار او غاښونو په برخه کي به دمسلکي زده کړو څخه وروسته به په روغتيايي برخه کي دخپلو هيوادوالو خدمت وکړي .
دکندهارپوهنتونه رئيس دوکتور حضرت مير توتاخيل وويل په روغتيايې برخه کي کندهارپوهنتون پوره همکاري کوي او دياد پوهنتون د استادانو څخه هم وخت ناوخته د طب په برخه کي مرسته غوښتلاىسئ ، او تر څنګ يې ټول هغه امکانات چي کندهار پوهنتون په اختيار کي لري ددي انستيتيوت محصلين ګټه ترې پورته کولاسي
دولايتي شورا رئيس او دسيلا ب خيريه بنسټ مسئول سيد احمد سيلاب وويل زموږ يواځني هدف دادى چي کندهار يو ځل بيا خپل پخواني برم ته ورسيږي دځوانانو تعليمي کچه لوړه سي او د روغتيا به برخه مسلکي کدرونه ورلرو .

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchqvnzk23nk-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته