دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 147271
متشبثو کوچیانو ته د لمریزو یخچالونو ویشل پیل شول

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت متشبثو کوچیانو ته د لمریزو یخچالونو ویشل پیل کړل.

د دغه وزارت په یوې اعلامېې کې ویل شوي چې متشبث کوچیان کولی شي د دغو یخچالونو په مرسته خپل لبنیات لکه شیدې، غوړي، مستې، کوچ، پنیر او داسې نور خوندي کړي او په صحي ډول یې بازارونو ته عرضه کړي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کلیو او د پراختیا وزیر نصیر احمد دُراني له قوله ویلي چې وایي، له‎دغو وسایلو څخه به ۱۵۰ کورنۍ په مستقیم او ۱۸۰۰ غیر مستقیم ډول ګټه ترلاسه کړي.

په ننګرهار، هرات، بلخ او پروان ولایتونو کې د دغو لمریزو یخچالونو ویش پیل شوي او ښایي دا لړۍ په ټول هېواد کې متشبثو کوچیانو ته پراخه شي.

دا مرستې د یاد وزارت د کلیوالي صنایعو د پراختیا د ملي پروګرام په چوکاټ کې ترسره کېږي.

دغه پروګرام په ۲۰۱۰ میلادي کال کې پیل شوی او اوس مهال د پروان، بلخ، هرات او ننګرهار په تقریباً ۷۰۰ کلیو کې فعالیت لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchqqnzz23nkid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته