که امریکا د بیت المقدس د رسمیت پېژندلو په اړه له سره کتنه ونکړې، نړیوال ثبات به له ګواښ سره مخ شي او پړه به یې د امریکا په غاړه وي.
مشرانو جرګې د بیت المقدس په اړه د امریکا د وروستۍ پرېکړې پر وړاندې سخت غبرګون وښود او له امریکا څخه یې وغوښتل، چې په دي برخه کې له سره کتنه وکړې.
د مشرانو د جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزیار ټینګارکوي او وایي، امریکا له اسرائیلو څخه د ملاتړ لپاره باید د مسلمانانو غصه راونپاروي.
نوموړی زیاتوي، که امریکا پخپلې پرېکړې له سره کتنه ونکړې؛ نړیوال ثبات به له ګواښ سره مخ کړي.
د مشرانو جرګې غړي وایي؛ د امریکا پر وړاندې د اسلامي نړې فشارونه کولی شي، چې دغه هېواد اړ کړي، چې له اسلامې نړې څخه بښنه وغواړې او له خپلې پرېکړې وګرځې.
د مشرانو جرګې غړې لیلما احمدي ویلي؛ ترمپ د مسلمانانو ولولې راپارولي او باید اړ شي، چې د اسلامي هېوادونو په غوښتنه بښنه وغواړي. پرته له دې دا کړنه یې اسلامي هېوادونو ته د منلو نه ده.
د مشرانو جرګې غړی حسیب الله کلیمزی وایي، د امریکا له دې پرېکړې سره به یو اسلامي هېواد هم د امریکا ملاتړ ونکړي؛ ځکه، چې بیت المقدس مسلمانانو ته پاک او مقدس ځای دی او له نیواکه باید وژغورل شي.
د نوموړي په اند، امریکا باید د خپلې پرېکړې بدلولو ته اړه شي.
مشرانو جرګې د اعلامیې له خپرولو سره ټینګارکوي؛ هغه پرېکړه، چې پر بنسټ یې امریکا د اسرائیلو د مرکز په توګه بیت المقدس په رسمیت پېژندلی بېړنۍ پرېکړه ده او د دغه اقدام مخه باید ونیول شي. اسلامي نړۍ باید د امریکا د دغې پرېکړې پر وړاندې روښانه دریځ غوره کړې او پرینږدې، چې بیت المقدس اشغال شي.