دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 138271
حکمتیار کابل ته نېږدې دی یوازې هرکلي جشن ته په تمه دی
حزب‎اسلامي وايي، ګلبدین حکمتیار دا مهال کابل ته څېرمه په یوه ولایت کې دی او د حکومت چمتوالي او استقبالیه جشن ته منتظر دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د اسلامی حزب ویاند حمید عزیزيوویل، تمه ده چې د حزب‎اسلامي د مشر د راتګ په استقبالیه جشن کې شاوخوا یو نیم میلیون کسان ګډون وکړي خو د دغه مراسمو د امنیت ټینګول یو ستونزه ده.
نوموړی هیله ښيي چې د روان هجري لمریزکال د کب تر۲۰ نېټې وړاندې د حزب‎اسلامي او حکومت د شوې هوکړې ډیره برخه عملي شي.
عزیزي زیاته کړه: "د حزب‎اسلامي د مشر د راڅرګندېدو او کابل ته د نوموړي د راتګ لپاره ټول چمتوالی نیول شوی خو له بده‎مرغه د حکومت د چمتوالي په برخه کې ځیني مشکلات شته د وخت په باره کې موږ ویلای شو چې د حوت تر شلمې نېټې وړاندې انشاالله انجنیر ګلبدین حکمتیار کابل ته راځي."
څه موده وړاندې د ملګرو متلونو د امنیت شورا د بندېزو له لېسته د حزب‎اسلامي د مشرګلبدین حکمتیار نوم واېسته چې په دې ترتیب د افغانستان حکومت او حزب‎اسلامي ترمنځ د شوې هوکړې یو لوی خنډ لېرې شو.
له دې وړاندې د افغان حکومت او حزب‎اسلامي ترمنځ د شوې هوکړې پلي کیدونکې کمېټې ویلي وو چې کابل ته د ګلبدین حکمتیار د راتګ لپاره چمتوالی نیول شوی دی.
د دغه کمېسیون غړي او د حزب‎اسلامي د مرکچي پلاوي مشر محمد امین کریم ویلي چې ګلبدین حکمتیار به د حزب‎اسلامي د زندانیانو د لومړنۍ برخې تر خلاصیدو وروسته کابل ته راشي.
اخوا د ارګ ماڼۍ بیا وايي چې له حزب‎اسلامي سره د شوې هوکړې عملي کېدو ته ژمن دي او په دې برخه کې به اقدام وکړي.
https://avapress.com/vdchq6nzz23nxid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته