دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۲۶
د مطلب کود : 138677
هزاره جات؛ د بیاجوړونی او پراختیا څخه منع سوی ساحه
محمد  محقق؛ د اجرایی ریاست دوهم معاون د عبدالعلی مزاری په دوه ویشتمه شهادت کلیزه کی په کابل کی وویل چی په پنځه او لس کلونو کی یواځی د دایکندی ولایت او څو ولسوالی د قبول وړ ګرځیدلی دی او تر اوسه د دری ولایتونو او ۵۰ اداری واحدونو سرنوشت چی حکومت له لوری وعده ورکړل سوی وو په ابهام کی قرار لری او هر څه ژیر باید د هغه سرنوشت معلوم سی.
محمد محقق د ښاغلی کرزی د حکومت څخه ګلایه او د اوسنۍ حکومت څخه نیوکی وکړی او وویل: د طالبانو د سقوط وروسته او انتقالی دولت رامنځته کیدنی سره... یو سلسله تعهدات بالخصوص د څلورو ولایتونو او ۵۲ اداری واحدونو د رامنځته کونی په اړه په مرکزی مناطقو کی ورکړل سو چی متاسفانه ددی تعهداتو لویه برخه تراوسه نه دی عملی سوی.
هغه د دولت د کم کاریو څخه او مرکزی منطقو ته توجه نه کولو څخه ګلایه وکړه او وویل: د ملی وحدت د حکومت په شروع کی د یو ۶ کندک ظرفیت لرونکی لوا جامع طرحه او ۱۵ ولسوالیو د رامنځته کونی طرحه مو پیشنهاد کړ چی د رییس جمهور له خوا منظور سو؛ خو دا فرمان هم په سردرګمی کی قرار لری.
دا لومړۍ ځل نه دی چی یو قومی مشر چی په دولت کی هم غړیتوب لری، د دولت د تعهداتو د نه ترسره کیدو څخه د مرکزی مناطقو خلګو په وړاندی شکایت کوی.
دا په داسی حال کی دی چی بد بینی، نارضایتی د مرکزی دولت صداقت او عملکرد په نسبت د افغانستان شیعیانو او هزاره ګانو  په وړاندی، د مرکزی مناطقو ساکنانو او خلګو په منځ کی تر دی هم ډیر دی.
کارپوهان وایی چی د دولت سره د ترکمنستان دوارداتی برښنا د لیږدونی خط طرحه د بامیان له لاری، ډیر پراخ اعتراضونه منځته راغلل، د مرکزی دولت څخه د هزاره خلګو د نارضایتی میزان څو برابره ډیروالی موندلی دی او دا میزان د هغه میزان څخه چی د کرزی په وخت کی خلګ شکاره کوله، د مقایسی وړ نه دی او دا شکاره کوی چی د ملی وحدت حکومت مرکزی مناطقو ته د بی توجهی په برخه کی، حتی پخوانۍ دولت په وړاندی هم بدتر عمل درلودلی دی.
له بلی خوا، ځینی تحلیلوونکی وایی چی د ملی وحدت حکومت په رامنځته کیدو سره، د مرکزی محرومو مناطقو انتظارات او غوښتنی د هیواد نورو مناطقو په شان، د اوسنۍ دولت څخه، څو برابره د پخوانۍ دولت څخه ډیر سوی دی.
دا کار، ځو مختلف عوامل درلودي. د ملی وحدت حکومت د دواړو مشرانو وعدو څخه و شیعه او هزاره خلګو ته د انتخاباتی کمپاین په جریان کی د شیعه او هزاره ټولو قومی سرشناسه مشرانو تر شتون پوری د ملی وحدت دولت په ترکیب کی د ریاست جمهوری، ریاست اجرایی، وزارتخانی او مستقل اداراتو په شمول.
دا په داسی حال وو چی د کرزی په وخت کی، حتی که د ښاغلی محقق د خبرو په اساس چی مرکزی مناطقو مظلوم خلګو ته ځینی وعدی ورکړی لکه ددی منطقو اداری واحدونو پراختیا، که ښاغلی کرزی په خپل قول باندی عمل ونه کړ، هغه یو کس وو او نور څوک هیله نه درلودی چی که کرزی عمل ونه کړی د حکومت بل مشر به عمل وکړی؛ خو د ملی وحدت په حکومت کی داسی نه دی. هغه حکومت چی دوه مشر لری چی هر یو یی یو هزاره او شیعه معاون لری او همدارنګه د مرکزی مناطقو بومی ساکنانو څخه رییس او وزیر هم د هغوی تر ملاتړ لاندی د کابینی او دولت په ترکیب کی شتون لری.
بنا پردی، دهمدی لپاره دی چی ددی حکومت څخه غوښتنی د نورو حکومتونو په نسبت ډیر دی.
په دی سره، په زابل کی د بی دفاع شیعه مظلومانو سر پریکیدنی فاجعه او د حکومت غیری قابل توجیی سکوت د هغه په وړاندی او همدارنګه دسږ کال د اسد ددوهمی وینی تویوونکی فاجعه د کابل د دهمزنګ په میدان کی چی د شیعه خلګو د یو مدنی او مشروع غوښتنی په ځواب کی رامنځته سو، د شیعیانو ټوله هیله د مرکزی حکومت څخه له منځه یووړ او دا په داسی حال کی وو چی د تبسم غورځنګ په اړه هم حتی قومی هزاره رهبران د خلګو عدالت غوښتنی فریادونه نادیده ونیوله او دڅو مطرود او منزوی خلګو د شتون له امله د خلګو د لاریون په راس کی، په سلهاوو خلګ انکار کړ او ددولت خوا یی ونیوله او د زابل مظلوم اسراوو سرنوشت په وړاندی بی کفایتی او بی توجهی وکړه.
بنا پردی، ناظران وایی چی وړاندوینه نه کیږی چی د قومی مشرانو کلیشه ای ګلایی او غیری عملی هشدارونه نسبت د حکومت همیشنۍ بی توجهی په وړاندی او مرکزی مناطقو خلګو د نابسامانه وضعیت په وړاندی کوم غوټه خلاصه کړی او ښه ځواب ورته دحکومت له لوری ورکړل سی.
https://avapress.com/vdchq6nzq23nx-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته