دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۱
د مطلب کود : 131557
جمهوررئیس غني د محرم په درشل کې له سني او شیعه علماوو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د محرم په درشل کې د سني او شیعه علماوو سره نن مازیګر په ارګ کې وکتل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د محرم په درشل کې د سني او شیعه علماوو سره نن مازیګر په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش او د امنیتي سکتور سترو مسوولینو حضور درلود په پيل کې د ولسي جرګې دویم مرستیال شیخ نعمت الله غفاري خبرې وکړې وې ویل، دولت د تېرو کلونو په اوږدو کې تل د محرم له عزادارانو سره له نږدې همکاري درلوده او د جمهوررئیس او امنیتي مسوولانو څخه یې د محرم د لسمې مراسمو د نمانځې د تدابیرو د نیولو په خاطر مننه وکړه.

غفاري زیاته کړه، افغانستان د نورو هېوادونو منځ کې یوه بېلګه ده، ځکه د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې سني او شیعه خپلو کې سره صمیمي اړیکې لري، چې دا د حکومتي مسوولانو او دیني علماوو د همپالنې او ګډژوند محصول دی.
هغه له رسنیو وغوښتل چې د محرم په مناسبت دیني پیغامونه خپاره کړي. غفاري د هېواد د علماوو له خوا د محرم د لسمې د نمانځنې په خاطر د برنامو یادونه هم وکړه.
په دغه کتنه کې د علماوو د سرتاسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف د مذهبونو ترمنځ نږدې کېدل مهم وبلل وې ویل، دا نږدېکت باید په اسلامي برنامو کې د مسلمانانو د ګډې برخې اخېستو له لارې وساتل شي.
هغه زیاته کړه، محرم مبارکه میاشت ده، دغه میاشت کې ټول اسلامي امت غمجن وي. هغه زیاته کړه، د دغو مراسمو د ترسره کېدو په خاطر د تدابیرو نیول به د ښه امنیت د تامین لامل شي.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قدم شاه شهیم د محرم د لسمې د تجلیل مراسمو د امنیت د ټینګښت په موخه د امنیتي ځواکونو د چمتوالي یادونه وکړه او له خلکو، جوماتونو او تکایاوو څخه یې وغوښتل چې د دغو مراسمو په امنیت کې ورسره همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه، په ټولو ولایتونو کې د سوق او ادارې مرکزونه فعال دي چې عزادارن د ستونزې جوړیدو پرمهال کولی شي دغو مرکزونو ته مراجعه وکړي.
ورپسې محمد سالم حسني د دیني چارو د تنظیم عالي شورا اعلامیه ولوسته. په دغه وینا کې له عزادارانو غوښتل شوي و، چې د مراسمو په ترسره کولو کې د افراط او تفریط، حساسیت پارونکو کړنو او د داسې حرکتونو چې خلکو ته مزاحمت کوي پرهیز وکړي.
په دغه کتنه کې جمهوررئیس، د دیني چارو د تنظیم د عالي شورا د اعلامیې صادرولو څخه مننه وکړه وې ویل، مسلمانان د یو بل ورونه دي، د اسلامی مذهبونو ترمنځ باید رامنځته شوی وحدت وساتل شي.
جمهوررئیس غني له ديني علماوو څخه له دې بابته مننه وکړه چې د مسلمانانو ترمنځ په وحدت تمرکز لري او دا یې د ټولو مسلمانانو دنده وبلله. هغه زیاته کړه: دا زموږ د هریو دنده ده چې د حضرت حسین (رض) پيغام درک کړو، ځکه هغه اصلاح لپاره پاڅون کړی و.
جمهوررئیس وویل، د حضرت حسین (رض) پيغام نړيوال دی، هغه یوازې د اسلامۍ نړۍ پرې تعلق نه لري بلکې هغه ټول بشریت پورې اړه لري. هغه د امنیتي تدابیرو یادونه وکړه او له علماوو یې وغوښتل چې د محرم مراسمو د امنیت د ټينګښت او مدیریت په برخه کې امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

https://avapress.com/vdchmznzq23nxmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته