د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د جنوا هویی نمایشګاه کی په ۲۰۱۷ کال کی، د ایرباس شرکت خپل الوتونکی موټرونو ایده خپاره کړ. دا موټر چی واهانا(Vahana) نوم لری هم پرځمکه او هم په هوا کی حرکت کوی.
واهانا د بال لرونکی الوتکی په شان نه دی، د ایرباس شرکت قصد لری دا موتر داسی جوړ کړی ترڅو خلګ په ورځنۍ ژوند کی د هغه څخه ګټه واخلی، دا موټر داسی طراحی سوی دی ترڅو تاسو د موټرانو د بیرو بار څخه راحت کړی او د دبی په شان ښار لپاره ډیر په زړه پوری دی.
تر اوسه دا موټر د دوو کسانو لپاره جوړ سوی دی. مسافران کولای سی د (آپ) له لاری ددی موتر سره بیله کوم چلونکی اړیکه ونیسی.
دا موټر هغه وخت چی پر یو بریشناییزه بدنه باندی کښینی په یو ځمکنۍ نقلیه وسیلی باندی بدلیږی. د هغه وروسته بیل او په ۸ دستګاییزه موتور باندی وصلیږی چی بیله چلوونکی پرواز کوی او تاسو د ښار په بیل برخو کی ځای پرځای کوی.