دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 145453
جنرال جوزف ډنفورډ تېره ورځ کابل ته راغی
د ارمریکا متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ تېره ورځ کابل ته راغی او له لوړپوړو امریکايي او افغان چارواکو سره یې خبرې اترې وکړې.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، ویل کېږي له دغه سفر څخه موخه په افغانستان کې د وروستۍ اوضاع څېړل او ټاکل شوې واشنګټن خپله نوې تګلاره د دغې ارزونې له وروستۍ کېدو وروسته اعلان کړي.
د افغانستان ماموریت او د وضعیت څېړل او هېواد ته له درې تر پنځه زره نورو ځواکونو د رالېږلو لپاره زمینه برابرول د دې سفر موخه بلل شوې ده.
د پرېکنده ملاتړ مأموریت په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:«د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ به له مخکې پلان شوي پروګرام له مخې له امریکايي او د ټلوالې (ایتلاف) له ځواکونو او همداراز افغان چارواکو سره خبرې وکړي.»
دغه امریکایي جنرال په افغانستان کې له مرګونې میاشتې دوې ورځې وروسته او په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو له ناستې دوې ورځې مخکې کابل ته راغلی، د ناتو د دفاع وزیرانو د غونډې چورلیږ په افغانستان کې د دغه سازمان د ماموریت د نمګړتیاوو ډکول بلل کېږي.
د پنټاګون ویاند ډانا وایټ په دې اړه وویل:«زه پوهېږم چې ټول غواړي پوه شي څه به پېښ شي، خو د دفاع وزیر د جنرال نکلسن د اړتیاوو په هکله او دا چې د بدلون لپاره څه باید وکړو ډېر په ځیرتیا فکر کوي.»
د افغانستان د دفاع وزارت په وینا هغه ځواکونه چې له امریکا څخه افغانستان ته راځي، د ټولیو او قول اردوګانو د قوماندانیو په کچه او همداراز په روزنیزو مرکزونو کې به افغان پوځیانو ته زوزنه ورکړي.
د امریکا د بروکینګز انسټېټیوټ غړي مایکل اوهانلن په دې اړه وویل:موږ د څو زره نورو پوځیانو له رالېږلو سره کولاي شو د افغانستان په مهمو برخو کې د جګړې ډګرونو ته سلاکاران ولېږو، هیله من یم چې دا کار د وضعیت له ټیکاو سره مرسته وکړي.
https://avapress.com/vdchmmnzx23nkkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته