دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 145859
افغانستان، داعش او آمریکا عملیاتو پروسه
د روسیا الیوم خبری پایګاه په یو مقاله کی پردی باندی په ټینګار سره چی آمریکا په سیمه کی سولې ته اړتیا نه لری، ولیکل: واشنګتن د داعش د صفونو د تنظیم په حال کی دی ترڅو افغانستان ته ولیږدوی.
اولګا سوخاریوا؛ د مقالی لیکونکی ویلی دی: په سوریه کی د دولتی ځواکونو او روسیه فضایی قدرت بریالیتوبونو ډیریدو سره، د داعش جنګی قدرت ساتلو لپاره د واشنګتن تمایل نور هم برملا او شکاره کیږی.
لیکونکی په دی اړه د ایران مسلح ځواکونو کل قوماندان یو ارشد چارواک اظهاراتو ته اشاره وکړه چی ویلی دی: موږ داسی اسناد او اطلاعات لرو چی په سیمه کی د آمریکا مستقیم ملاتړ د داعش څخه تاییدوی.
سوخاریوا د زبیر مسعود؛ د افغانستان ملی امنیت شورا غړۍ څخه په نقل سره هم ټینګار کړی دی: د داعش تروریستان د قوا تجدید او صفوفو تنظیم په حال کی دی ترڅو د عراق او سوریی څخه وافغانستان ته بالخصوص بدخشان ولایت ته د تللو په لټه کی دی چی د تاجیکستان جمهوری سره په مرز کی پروت دی.
روسی لیکونکی زیاته کړه: دا اطلاعات حامد کرزی؛ د افغانستان پخوانۍ ولسمشر هم تایید کړی دی او وویل: آمریکایی ځواکونه په افغانستان کی د داعش مواضعو د پیاوړی کولو په لټه کی دی.
د روسیه امنیتی او سیاسی ارشد چارواکی او همدارنګه هغه هیواد پوری تړلی رسنۍ، ډیر ځلی د داعش او امریکا نظامی حضور ترمنځ اړیکی څخه په افغانستان کی خبری کړی دی او د داعش سره د آمریکا مبارزه صداقت باندی شک کړی دی.
دا موضع ګیری بالخصوص په اخیر اونۍ کی، سخت او شکاره سوی دی. روسان په شکاره ډول سره آمریکا په افغانستان کی د داعش تروریستی ډلی سره په مرسته کولو تورن کړی دی.
اخیرآ د روسیه خارجه چارو وزارت ویاند، په صریح اظهاراتو کی، د غربی رسنیو څخه نیوکه وکړه چی ولی د داعش جنګیدونکو لیږد او تجهیز او پیاوړی کولو څخه د ناپیژانده هلیکوپترانو په واسطه، د غربی چارواکو څخه توضیح نه غواړی.
د روسیه د خارجه وزارت دا مقام په عینی حال کی د آمریکا او ناتو او افغانستان دولت څخه وغوښته ترڅو په دی اړه توضیح ورکړی.
آمریکا هم ددی پرځای چی د روسانو مکرر تورونو ته مشخص ځواب ورکړی، روسیه او د روسیی ملاتړ قدرتونه په افغانستان کی د طالبانو سره په مرستو باندی تورن کړی دی.
کارپوهان وایی چی دا ډول عمل، سربیره پردی چی ریاکارانه دی، د داعش پروژی سره د آمریکا مرستی ابهام روشانه کولو کی مرسته نه کوی.
دا په داسی حال کی دی چی د آمریکا څخه د افغانستان راهبردی متحد په حیث چی په افغانستان کی د تروریزم سره مبارزی او امنیت تامین لپاره متعهد دی، دا انتظار کیږی چی په افغانستان کی د داعش نفوذ او پراختیا په اړه توضیح ورکړی او په دی اړه پوښتنو ته ځواب ورکړی.
امکان لری چی روسان د آمریکا نقش په اړه د داعش قلمرو لیږد د سوریه او عراق څخه و افغانستان ته، سل په سله، محق نه وی؛ خو دا شک او تردید په جدی توګه شتون لری چی ولی آمریکا نظامی ځواکونه سربیره پردی چی په افغانستان کی د داعش تروریستی ډلی څخه اطلاعات لری، عملآ کوم اقدام ددی تروریستی ډلی په وړاندی نه کوی؟ ولی په افغانستان کی د ناتو او آمریکایی ځواکونو په زرهاوو ځواکونو شتون سربیره، داعش همداسی پراختیا پیدا کوی او ورځ په ورځ پیاوړۍ کیږی؟
دا چی روسان د طالبانو څخه ملاتړ کوی، آیا دا یواځی ددی لپاره کافی دی چی آمریکا د داعش سره مبارزه ونه کړی؟ که داسی نه ده چی داعش د طالبانو په پرتله، خطرناک او تروریست تر دی؟
څنګه کیدلای سی چی افغانستان هم د داعش عملیات پروسه او هم د آمریکایی ځواکونو کوربه وی، بیله دی چی څوک ددی دوو نږدی اړیکو په پرتله، تردید او شک شکارونه وکړی؟
آیا دا چی آمریکا په افغانستان کی د داعش سره مبارزه نه کوی، دا د روسی څیړونکو ادعا نه تاییدوی چی آمریکا، سولی ته په سیمه کی اړتیا نه لری او د همدی لپاره په افغانستان کی د داعش صفوفو پیاوړی کولو په لټه کی دی؟!
ولی څوک د ښاغلی کرزی د ادعاوو په وړاندی چی آمریکا په افغانستان کی د ناامنیو څخه ملاتړ کوی او د سولی او ثبات په لاړه کی خنډ رامنځته کوی، هیڅ غبرګون نه ښیی او د هغه په اړه په مستقل توګه څیړنه نه کوی؟
https://avapress.com/vdchmmnzw23nk6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته