افغانستان جمهورریس حامد کرزي پرون د دفاع پخوانی وزیرجنرال عبدالرحیم وردګ چې ولسی جرګې سلب اعتماد کړی و، د خپل لوړرتبه سلاکار په توګه وټاکه.
د افغانستان د جمهوري ریاست له خوا په خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي؛ چې جنرال رحیم وردګ په ملي اردو کې د اصلاحاتو، د امنیتي او دفاعي سکتورنو د پراختیا او مجهز کولو په چارو کې د جمهوري ریاست لوړرتبه سلاکار ټاکل شوی دی.
جنرال وردګ او د کورنیو چارو پخوانی وزیر بسم اله محمدي تیره اونۍ ولسي جرګې د امنیتي ستونزو او د پاکستان له لورې د راکټي حملو په مخنیوي کې ناکام وبلل او هغوی یې سلب اعتماد کړل.
کرزي دوی دواړو ته اجازه ورکړه، چې د سرپرست وزیرانو په توګه خپل کار ته دوام ورکړي؛ خو وردګ ناڅاپه استعفا وکړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)