دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 126959

د کابل ښاروالۍ دوه لوړپوړي چارواکي محمد اسلم اکرمي او احمد کمال قاسمیار د امنیتي ځواکونو له لورې ونیول شول. د راپورونو له مخې، د کابل ښاروالۍ پخوانی سرپرست او مالي معین "محمد اسلم اکرمي" او د بشري سرچینو رییس "احمد کمال قاسمیار" د کورنیو چارو وزارت د درانه جرمونو ریاست له لوري نیول شوي دي. د کابل ښاروال د دغو چارو اکو نیول کېدل مني، خو په اړه یې نور څه نه وايي. د راپورونو له مخې نوموړي اوس د پولیسو تر څیړنې لاندې دي.

 
https://avapress.com/vdchm-nzw23niwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته