دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 146155
حکمتیار او خارجی ځواکونه؛ هغه پارادوکسی چی حل نه سوه
ګلبدین حکمتیار؛ د اسلامی ګوند مشر، په افغانستان کی د ناتو د ځواکونو شمیر ډیریدو سره په مخالفت سره وویل چی خارجی ځواکونه او د افغانستان دولت بادی په خپل نظامی سیاستونو کی بیاغور او تجدید نظر وکړی.
ښاغلی حکمتیار د پنجشنبه په ورځ، افغانستان ته د ناتو ځواکونو استولو آمادګی په اړه وویل چی په افغانستان کی ناتو ځواکونو ډیریدل نه یواځی دا چی مشکلات نه حلوی؛ بلکه مشکلات نور هم ډیروی.
هغه زیاته کړه چی د خارجی ځواکونو ډیریدل د حساسیتونو د رامنځته کیدو سبب ګرځی او قضیه تردی نور هم پیچلی کوی.
مخکی د طالبانو مشران هم د اختر مبارکی پیغام کی پردی باندی ټینګار سره وویل چی په افغانستان کی د امریکایانو حضور اوس هم سیمه ناآرامه کړی دی. هر څومره چی هغوی په افغانستان کی د خپلو ځواکونو ډیریدو باندی ټینګار وکړی هغومره به په سیمه کی ناآرامی ډیریږی.
ینس استولتنبرګ؛ د ناتو عمومی منشی اعلان کړ چی دا سازمان خپل نظامی ځواکونو شمیر په افغانستان کی ډیروی.
 د  حکمتیار مخالفت د خارجی ځواکونو ډیریدو سره، د څیړونکو له نظره، ډیر عجیب موضوع نه معلومیږی؛ ځکه چی دا همغه هیله او آرمان وو چی د اسلامی ګوند مشر د هغه لپاره ۱۵ کاله په غرونو کی تیر کړل او د حکومت سره د سولی مخکنی شرط یی هم د خارجی ځواکونو بی قید او شرط وتل و ټاکل؛ خو په نهایت کی، بیله دی هدف ته رسیدو د سولی پروسی سره یوځای سو او د ناتو ځواکونو قوماندی او امریکایانو تر قوماندی لاندی ځای کی، خپل نوی سیاسی ژوند شروع کړ.
سولې ژوند ته بیرته ګرځیدو وروسته ښاغلی حکمتیار هیڅ وخت د امریکایی او ناتو ځواکونو په اړه په صراحت سره کوم څه ونه ویل او شاید سکوت په دی اړه د اشرف غنی سره تعهداتو او معاملاتو یو برخه وو.
په دی حال کی، په افغانستان کی د ناتو او آمریکایی ځواکونو شمیر ډیریدو اعلان په لړ کی ښاغلی حکمتیار خپل چوپتیا په دی اړه مات کړ او په دی یو خبره کی د ملا هبت الله آخندزاده د طالبانو رهبر سره همژبی سو.
آیا دا په دی معنی دی چی ښاغلی حکمتیار خپل اصولو باندی ولاړ او همدارنګه خپل هیلی ( د خارجی اشغالګرو ځواکونو په وړاندی جهاد) باندی پایدار دی؟
په اوسنی شرایطو کی دا خبره ډیر په سختی سره ثابتیدلای سی؛ په داسی حال کی چی ښاغلی حکمتیار عملآ د اشرف غنی قدرت په یو اصلی بازو باندی اوښتی دی؛ هغه ولسمشر چی بیله شکه که ناتو او آمریکا ملاتړ ورسره نه وای نو د سیاسی او امنیتی بحرانونو په لړ کی به د هغه دولت تراوسه له منځه تللی وای.
نو څه شی به د ښاغلی حکمتیار موضع ګیری د خارجی ځواکونو ډیریدو لپاره توجیه کړی؟
کارپوهان په دی اړه دوه عامل یعنی ننۍ او باندنۍ عامل بولی. دننۍ عامل د هغوی په نظر دادی چی ښاغلی حکمتیار ۱۵ کاله وروسته په داسی حال کی سولی پروسی سره یوځای سو چی هغه څه چی هغه بولی یعنی افغانستان اشغال د آمریکایانو او ناتو په واسطه سربیره هم سولی سره یوځای سو.
بنا پردی، هغه تراوسه نه سی کولای چی د روانی لحاظه، ځان راضی کړی چی د قیومیت نظام او سولی لرونکی ژوند اداره ای ژوند لاندی، بیرته ګرځیدلی دی چی په هر اړخیزه توګه امریکا او ناتو ملاتړ او مرستی باندی تړلی دی او حتی یوه ورځ هم نه سی کولای د ناتو او آمریکا هر اړخیزه ملاتړ نه شتون تصور کړی.
دا کار اسلامی ګوند مشر زوروی او نه سی کولای ددی خبری سره ګوښه سی؛ بنا پردی، د خارجی ځواکونو شمیر ډیریدو مخالفت سره غواړی وجدان او روان ته آرامتیا ورکړی او روانی فشارونه پرځان باندی یوڅه کم کړی.
دوهم عامل، دباندنۍ عامل دی. ښاغلی حکمتیار ټوله ۱۵ کاله، خپل جنګیدونکی او هواداران د امریکا او ناتو اشغال په بهانی جهاد ته غوښتی دی. دا مهم انګیزه وو چی د اسلامی ګوند جنګیدونکی د خبل امر خبری منلو لپاره انګیزه ورکوله او د خارچی ملاتړ او دولت په وړاندی حرکت ته هوډ ورکول.
خو ددی ځلی سولی ته داسی وګرځیدل چی هغه سوله د خارجی ځواکونو حضور لاندی جوړ سوی دی؛ نو بیله شکه هواداران او ملاتړ کوونکی به یی پوښتنه ځینی وکړی او همدا پوښتنه به په شدت سره هغه ترفشار لاندی راوړی.
بنا پردی، د خارجی ځواکونو شمیر ډیریدو په وړاندی مخالفت کولای سی په تلویحی توګه ددی پوښتنی ځواب ورکړی او  دخارجی ځواکونو شتون په هیواد کی ترپوښتنی لاندی بوځی؛ په داسی حال کی چی هم خلګ او هم هغه خپله پوهیږی چی د هغه موضع ګیری د خارجی ځواکونو شمیر باندی په افغانستان کی کوم اغیزه نه لری.
https://avapress.com/vdchm-nzm23nkzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته