دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۰
د مطلب کود : 153247
د امریکا کانګریس د پاکستان او حقاني شبکې په هلکه نوې لایحه تصویب کړه

د راپورونو له مخې، د امریکا کانګریس غړیو د پاکستان او حقاني شبکې په هکله نوې وړاندې شوی لایحه تصوی کړی دی.
د تصویب شوی لایحې پر اساس، پاکستان حکومت باید د حقاني شبکې د امن ځایونو د لمنځه وړولو په خاطر له افغان حکومت او امریکا سره مرسته وکړي.

دغه لایحه چې د پنچشنبې په ماښام تصوب شوه په کې د ۲۰۱۸ کال لپاره د ۷۰۰ میلیارډ ډالرو په ارزښت د امریکا پوځ بودیجه هم شامل دی.

د دې ترڅنګ ټاکل شوې چې پاکستان هم د ترهګرو پر ضد د مبارزې په خاطر د ۷۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پوځي مرستې ترلاسه کړي خو دغو مرستو د ترلاسه کولو په خاطر د امریکا دفاع وزارت باید د حقاني شبکې پر وړاندې د پاکستان حکومت او امنیتي بنسټونو د اقداماتو تصدیق کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا کانګریس غړیو تیره اونی وویل چې د پاکستان او ترهګرو پر ضد د مبازې په هکله د امرکیا سنا مجلس په لایحه کې بدلون راوستل شوی.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګسټ په میاشت کې د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د واشنګټن نوې ستراتیژي د اعلانولو پر مهال پر پاکستان سخت نیوکه وکړه او زیاته کړه چې دغه هېواد اکثراً ترهګرو ډلو ته پټځایونه ورکوي.
نوموړی خبرداری ورکړ چې امریکا نور د پاکستان لخوا توندلارو ته د پټنځیو ورکړې پر وړاندې زغم نه لري.

سرچنیه:خامه پرس

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkxnzq23nmid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته