دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۱۵
د مطلب کود : 147046
له پاکستانه د حامد کرزي غوښتنه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستانه غوښتي دي چې د تروریزم او افراطیت پالنه او له هغوی سره همکاري پرېږدي.

کرزي دغه غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې د دوشنبې په ورځ د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې لږ تر لږه د پاکستان په لاهور ښار کې لږ رت لږه ۲۶ کسان ووژل شول او تر ۵۰ زیات کسان ټپیان شول.

د پخواني ولسمشر له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د پاکستان په لاهور ښار کې تروریستي برید او د ملکي وګړ پر مرګ ژوبله خپله ژوره خواشینۍ څرګنده کړه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې حامد کرزی دغه شان بریدونه د ټولو بشري موازینو او اسلامي احکامو خلاف عمل بولي او یو ځل بیا د پاکستان پر حکومت ږغ کوي چې د تروریزم او افراطیت پالنه او له هغوی سره همکاري پرېږدي تر څو سیمه او په خاصه توګه افغانستان او پاکستان له دغې خبیثې دایرې څخه آزاد شي.

پخواني جمهور رئیس هیله څرګنده کړه چې پاکستان له افغانستان سره له یوې متمدنې لارې او د ټینګې او صادقانه همکارۍ په مرسته دغه ناورین ته د پای ټکی کېږدي.

همداراز پخواني جمهور رئیس له پاکستان سره د نېکو او حسنه اړیکو د لا زیات ټینګښت هیله څرګنده کړه وې ویل د پاکستان ولس د افغانانو ورونه دي او افغانان د دوی په غم او ښادۍ کې ځانونه شریک بولي.

افغان چارواکي تل ادعا کړي چې پاکستان د طالبان او هغو ډلو څخه چې په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي، ملاتړ کوي او پټنځايونه ورکوي.

د چارواکو په وینا، د افغان حکومت ضد وسله والې دلې او په خاصه توګه حقاني شبکې چې د طالبانو پورې تړلې ده، د پاکستان په قابایلي سیمو کې په شمالي وزیرستان کې فعالیت کوي او په افغانستان کې د افغان ځواکونو او حکومت پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkqnz-23nkvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته