دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 145444
په افغانستان کی د لویو قدرتونو نیابتی جنګونه زموږ د هیواد د ناامنی سبب ګرځیدلی دی
سیاسی پوهان وایی چی لوی قدرتونه لکه روسیه او امریکا په افغانستان کی د تروریستی ډلو څخه په ګټه اخیستنی سره یو بل ته ضربه ورکول په لټه کی دی او په دی ډول سره زموږ په هیواد کی ناامنی ډیریږی.
د افغان غږ خبری آژانس د ګزارش له مخی، په افغانستان کی د آمریکا او ناتو د ځواکونو د ډیریدو زمزمی د سیاسی پوهانو د بیلابیلو غبرګونونو سره مخامخ دی.
محمد عارف اسدی، سیاسی پوه و افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی د لویو قدرتونو جنګی تګلاره بدلون کړۍ او دوی نور پر یو بل باندی مستقیما نظامی بریدونه نه کوی.
هغه زیاته کړه چی په افغانستان کی د آمریکا حضور د آمریکا دشمن هیوادونو کنترول لپاره دی نو دا هیوادونه ځکه چی د خطر احساس کوی آمریکا ته ضربه ورکولو په لټه کی دی.
هغه ټینګار وکړ چی موږ د رسنیو څخه د روسیه او طالبانو د اړیکو شاهدان یو ترڅو د آمریکا په وړاندی خپل فعالیتونه ولری او له بل لوری هم د افغانستان شمال ناامنه کیدل د داعش په واسطه د روسانو او مرکزی آسیا هیوادونو ته جدی خطر منځته راوړی دی.
اسدی وویل چی په دی ځای کی دی چی روسان او آمریکایان په افغانستان کی د تروریستی ډلو څخه په ګټه اخیستنی سره یو بل ته ضربه ورکولو په لټه کی دی.
هغه زیاته کړه چی د همدی لویو قدرتونو قدرت ښوونه په افغانستان کی د ناامنیو لامل ګرځیدلی دی او هم د افغانستان خلګو او حکومت سره صادقانه همکاری نه کوی.
د هغه په باور، له بل لوری د پاکستان دولت په افغانستان کی د آمریکایی ځواکونو په بهانی سره د هیواد بی ثباته کولو لپاره، افراطی ډلی روزلی دی او په دی بهانی سره چی افغانستان د کفارو لخوا اشغال سوی دی، افغانستان ته استوی.
دا خبری په داسی حال کی کیږی چی د آمریکا حکومت تصمیم نیولی دی ۴۰۰۰ نور سرتیری هم افغانستان ته ولیږدوی. همدا اوس د ۸۴۰۰ آمریکایی سرتیرو په شاوخوا په افغانستان کی مستقر دی.
https://avapress.com/vdchkmnzk23nkkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته