دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۵۶
د مطلب کود : 138541
د فلسطین د هیلی د یاده وتنی نتیجه برابردی د مسلمان جنګ د مسلمان سره
لومړي ځل چی می په یاد راځی چی امام خمینی د ایران انقلاب فقید رهبر د هغه د سیاسی مبارزاتو د شروع د پهلوی رژیم سره په هغه هیواد کی د اسرائیل د تیلو د تحریم د هملوری توب نه شتون او د اسرائیل د هیواد سره د دیپلماتیک اړیکو د نه قطع کولو په اړه وو.
د امام خمینی د سیاسی نظر له مخکی که د اسلامی حکومت منځته راوړنه، لومړیتوب یی په ایران کی وو، د هیواد دباندی، د بیت المقدس او فلسطین آزادول، د هغه د سیاسی عمل او فکری دغدغی مهم برخه تشکیلوله.
د ۴۱ شمسی کال راهیسی او د امام مشهور لیک کی، د ۴۲ نوروز په مناسبت د مسلمانان او روحانیت وژنه د ایران دولت له لوری، د اسرائیل د ګټی د ساتنی لپاره ورته اشاره سوی دی.د هغه وروسته امام د مختلفو وقایعو په مناسبت په داخل او خارج کی د ایران څخه دا مقوله په جدی توګه طرحه کړله. د هغه جملی څخه د امام خمینی په لیک کی د ایالاتی او ولایتی انجمنونو لایحو په اړه د صهیونیستانو د سلطی څخه د ایران د تاسیساتو او ګټی لپاره، سخت نیوکی منځته راغلی دی. په همدی کال کی کی د قم پیشه ورانو/اصناف او ولسوالی/شهرستاننونو بالخصوص د دولت د مصوبه په اړه د اسرائیل سره د اقتصادی اړیکو لپاره، هغه د اسلام او د هیواد د آزادی لپاره لوی خطر بللی دی. په ۴۲ کال کی د یزد د علماوو د لیک په ځواب کی د اسرائیل خطر ډیر جدی وبلل او ټوله د اسرائیل او پهلوی دولت په وړاندی د مبارزی لپاره وبلل.
د امام خمینی د سیاسی سختو او محکمو موضع ګیریو یا عکس العملونو څخه د اسرائیل په وړاندی د هغه مشهور خطبه یا سخنرانی په مسجد اعظم کی، د هغه د آزادیدو وروسته د بندیخانی څخه وو ( ای خلګو زموږ دین ددی اقتضا کوی چی د اسلام د دشمن سره موافقه ونه کړو، زموږ قرآن اقتضا کوی چی د مسلمینو د صفونو په وړاندی د داسلام ددشمنانو سره هم پیمانه نه سو. زموږ ملت د شاه او اسرائیل د همپیمانی سره مخالف دی ).
اوس دهغه بیانونو څخه شاوخوا ۶۰ کاله په ایران کی تیریږی او هر کال د نړی آزادی غوشتونکی خلګ د هغه د فرمایشاتو څخه په استعانت سره ددی غاصب رژیم په وړاندی دریږی او خپل خشم او انزجار ددی اشغال ګر رژیم څخه د نړیوالو غوږو ته رسوی.
خو په دی مقاله کی دا لازمی دی چی مجددآ دا پوښتنه مطرح کړو چی د امام خمینی ددی تاریخی جملی ولی والی څه دی؟ ولی اسرائیل؟ او ولی دومره ټینګار؟
که وغواړو ددی پوښتنو ځوابونو ته ورسیږو نه اړتیا سته چی څیړونکی واوسو او نه هم نخبه بلکه یو وحدانی او آزاده ذهن غواړی، اوس ددی طرحی موضوع ولی والی ته په ساده توګه کولای سو فکر وکړو؛ کافی ده چی یو نظر اسلامی ټولنی او اطرافو ته واچو هغه نظر چی خپله په زرهاوو پوښتنی رامنځته کړی داسی کتنه او نظر چی وینی هره ورځ په زرهاوو مسلمانان په دی خاوره کی د بی ځایه دلیلونو لپاره یو د بل سره لویدلی دی هغه نظر چی د مسلمان جنګ د مسلمان سره، مسلمینو انحطاط، د آفراطی ډلو منځته راتلنه ( القائده، داعش، جیش الاحرار، طالبان او قس علی هذا ...) لیدونکی دی؛ دا چی ټول مسلمانان وکولای سی یو اتفاق ته ورسیږی او ټوله د الله محور او د رسول الله رسالت او تکریم پر شاوخوا باندی راټول سو یواځی په یو صورت کی امکان لری او هغه عبارت دی د هغه ذیرکانه نقشی څخه چی د ایران فقید رهبر د مسلمینو لپاره ترسیم کړی دی او هغه اجماع د هغه ډلی د دشمنی لپاره چی خدای هم هغه نهی کړی دی چی په واقعیت کی نړی د اسرائیل څخه خالی ووینو او هغه وخت به نور په یمن او افغانستان او سوریه او فلسطین او لبنان او عراق ... کی نور به مسلمانان دیوبل سره نه لویږی.
د امام لیک (وحدت) دی وحدت که په اسلامی ادبیاتو کی ډیر اساسی نقش هم لری، خو په سیاسی ادبیاتو کی لږ تر توجه او څیړنی لاندی نیول سوی دی او هغه څه چی په دی برخه کی په کار وړل سوی دی، ډیر هغه مفاهیم دی چی یو فکر او تګلاره په لټه کی دی او ډیر خارجی کاربرد لری؛ هغه مفاهیم لکه ناسیونالیسم، پان عربیسم، پان ترکیسم او... ددی څخه شمیرل کیږی، خو د وحدت مفهوم د اسلام په سیاسی اندیشه او فکر کی د داخلی او خارجی حوزی د کاربرد ماسیوا، په هر برخه کی بیلابیل ګټه اخیستنی لری.
خو د کلام اصلی خبره: که د امنیت، آزادی، د مسلمانانو رفاه، او د جنګ د خاتمه پیدا کولو په لټه کی یو نو باید په یاد ولرو چی د فلسطین د هیلی د یاده ایستنه برابر دی ددی ټولو هیلو باندی د بطلان په خط کښو سره...
لیکونکی: م. خردمردی
https://avapress.com/vdchk6nzz23nxmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته