دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۴۸
د مطلب کود : 156947
افغانستان ته نوي امریکايي جنګي الوتکې ورسېدې

په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه وايي د امریکا د نویو جنګي الوتکو په ورتګ سره به د طالبانو پر ضد هوايي جګړه نوره هم زوروره شي.

امریکايي پوځ وايي نوې الوتکې به د افغانستان د ملي او دفاعي ځواکونو هوايي اړتیاوې پوره کړي او د هغوی د ظرفیت په لوړولو کې به مرسته کوي.

افغانستان ته نوي ورغلې جنګي الوتکېA-10Cتندربولټ نومیږي چې له نږدې واټن نه موثره بمباري کولاې شي. لدغو الوتکو پخوا هم په افغانستان کې کار اخیستل شوی و او بیا په عراق او سوريې کې هم وکارول شوې.

د ناټو اعلامیه وایي چې دغهالوتکې به له افغان ځواکونو سره په ګډه د طالبانو پر مالي سرچینو بریدونو او د هغوی پر ضد د ستراتیژیک کمپاین کې وکارول شي.

اعلامیه وایي د نوي هوايي ځواک به د طالبانو ضد عملیاتو کې له بي-۵۲،۱۶ او اف-۲۲ او نورو هوايي وسایلو څخه کار واخلي. په افغانستان کې د امریکا د پوځ یو جنرال جیمز هکر وویل چې طالبانو تراوسه د افغان او نړیوال پوځ هوايي ځواک نه دی لیدلی.

د ۲۰۱۷ کال د نومبر له میاشتې راهېسې په افغانستان کې د طالبانو د نشه يي توکو د تولید په کارخانو او نورو مالي سرچینو شاوخوا ۳۰ هوایي بریدونه شوي چې د امریکا يي چارواکو په خبره طالبانو ته یې ۲۰ میلیون ډالر زیان اړولی دی.

امریکايي ځواکونو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې طالبان په افغانستان کې د ۴۰۰ او ۵۰۰ ترمنځ د نشه يي توکو د پروسس لابراتوارونه لري چې د کال ۲۰۰ میلیونه ډالر عاید ترلاسه کوي. چارواکي وايي طالبان د خپلو جنګي عایداتو ۶۰فیصده د مخدره توکو د تولید او قاچاقو له لارې ترلاسه کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchk-nzq23nmwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته