دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۲۳
د مطلب کود : 153120
د برشنا شرکت نا روشانه وعدي او د پایتخت تیاره شپي
د برشنا شرکت ویاند د ژمۍ په فصل کی د انرژی کمبودی اصلی عامل په دی فصل کی د خلګو وسائلو ډیر مصرف وبلل. د هغه په وینا، که خلګ د برشنا شرکت سره مرسته وکړی او د ګرم کوونکی او پرمصرفه وسائلو څخه ګټه ونه اخلی، د انرژی کمبود او کموالی سربیره کولای سو چی ۲۴ ساعته برشنا د خلګو لپاره رامنځته کړو. توحیدی همدارګه د برشنا ناعادلانه ویش خبره ددی شرکت له لوری رد کړه او وویل، بیله دی چی ځینو سیمو کی تخنیکی مشکلات وی، بیله هغه په ټول کابل کی عادلانه برشنا ویشل کیږی. هغه ټینګار وکړ چی د ټاکل سوی تقسیم اوقات په اساس په ټول کابل کی، د ۲۴ ساعتونو څخه، ۱۸ ساعته برشنا ورکول کیږی او یواځی ۶ ساعته برشنا شتون نه لری. د برشنا شرکت ویاند په وینا، په لنډ مدته پلان کی د راتلونکی کال لمړۍ جدی پوری، ۱۴۰ میګاوات حرارتی برشنا یا هم دیزلی برشنا کابل ته ورکول کیږی چی حداقل د خلګو شپنۍ مشکلات حل سی، خو په اوږد مدته پلان کی د ترکمنستان برشنا وصلیږی او ټوله مشکلات په اساسی توګه حل کیږی. مخکی د ټولو څخه باید وویل سی چی د برشنا نه شتون، دوه اړخیزه دی چی یو اړخ یی دولت او برشنا شرکت پوری اړه لری او بل لوری یی په خلګو او د خلګو ناسم ګټه اخیستنی پوری اړه لری. هغه څه چی په خلګو پوری اړه لری او ددی اړتیا سته چی خلګ د شته برشنا په وړاندی معقول او مناسب ګټه اخیستنه ولری، دادی چی هیواد کی برشنا انرژی کم میزان په اساس، باید هڅه وسی ترڅو ممکن ګټه اخیستنه د برشنا څخه واخیستل سی؛ ترڅو په اساس یی پایتخت اوسیدونکو لپاره عادلانه برشنا وویشل سی. خو یاد حقیقت هیڅ وخت په نظر کی نه دی نیول سوی او هروخت ددی شاهد یو چی کابل ډیر اوسیدونکی بالخصوص د ژمۍ په سختو ورځو او شپو کی، ډیر فشار د برشنا پر انرژی باندی واردوی؛ په داسی توګه چی ټوله وخت برشنا راتلو ته صبر کوی او د برشنا په راتلو سره، هرڅه برقی وسائل چی لری لکه بخاری او منقل او اتو او اوبه ګرموونکی په کورونو کی لګوی؛ په داسی توګه که حتی نیم ساعته برشنا هم ولری، په همغه ۳۰ دقیقو کی، د برشنا څخه افراطی ګټه اخیستنه ترسره کوی او پایتخت برشنا اصلی او فرعی سب ستیشنونو او ځواک باندی ډیر فشار راوړی؛ په داسی توګه چی د برشنا شرکت کارمندانو او انجنیرانو خبرو په اساس، هغوی برشنا پریع کولو نه بغیر بل کوم چاره نه لری. نو تر دی ځایه د برشنا مشکل، پایتخت اوسیدونکو پوری اړه لری او باید رعایت کړی او په دی توګه د برشنا شرکت څخه د برشنا قطع کیدو بهانه واخلی. خو ترهغه ځایه چی هیواد دولت او برشنا شرکت پوری مربوطیږی، دا ۱۸ کاله دی چی دا شرکت او مخکی دا او پخوانۍ دولتونه، د افغانستان خلګ بالخصوص د کابل ناچاره اوسیدونکی په مطلق تاریکه کی قرار ورکړی دی او هر وخت چی د برشنا نه شتون له امله خلګ افغان غږ خبری آژانسز پورته کوی، په لمړۍ برخه کی د کابل خپله اوسیدونکی مقصر بولی او خپل وعدی ورکونې ډیروی او دا ۱۸ کالو کی، د هغوی یو وعده هم نه دی عملی سوی او د کابل یو برخه هم ۲۴ ساعته برشنا درلودونکی نه دی. د پوهانو په باور، استعماری قدرتونه په افغانستان کی دا تصمیم نیولی دی چی دا هیواد او دولت او ملت یی په هیڅ برخه کی استقلال او خودکفایی برخی ته ونه رسیږی چی برشنا یو د هغو څخه دی.
https://avapress.com/vdchixnzv23nmzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته