دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۲۵
د مطلب کود : 150123
د افغانستان تکراری غوښتنې، د نړۍ تازه فرصتونه

 

 

اشرف غنی؛ ولسمشر د یو لوړ پوړۍ دولتی هیات په راس کی د سازمان ملل عمومی مجمع ۷۲ کلنۍ ناسته کی شرکت کولو لپاره نیویارک ته ولاړ.

دواخان مینه پال؛ د ریاست جمهوری لمړۍ معاون وویل چی ښاغلی غنی د ترکمنستان څخه امریکا ته سفر وکړ.

قرار دی هغه د سه شنبه په ورځ د سازمان ملل عمومی مجمع کلنۍ ناستی لمړۍ ورځ باندی خبری وکړی.

ښاغلی مینه پال، پرون وویل چی د تروریزم سره مبارزه او د نړیوالو مرسته په دی لړ کی، د نړۍ او سیمی لپاره د تروریزم ګواښونه او په افغانستان کی سولی راوستل، د ولسمشر خبرو اساس جوړوی.

ولسمشر غنی، ددی ناستی په لړ کی د دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر او ځینی نورو هیوادونو لوړپوړۍ چارواکو سره به لیدنه وکړی.

په دی سفر کی ولسمشر غنی سره صلاح الدین ربانی؛ خارجه وزیر، حنیف اتمر؛ ملی امنیت مشاور او ځینی نور چارواکی تللی دی.

دا لمړۍ ځل نه دی چی افغانستان د یو محوری او مشخص غوښتنی لپاره سازمان ملل عمومی مجمع ناستو ته روانه کیږی.

افغانستان په نړۍ کی د تروریزم لمړۍ قربانی په حیث، د هغه نړۍ څخه چی ۱۷ کاله په دی هیواد کی، نظامی او سیاسی او استخباراتی اردو لری او لمړۍ بهانه یی هم د تروریزم سره مبارزه دی چی افغانستان، د ټوله نړۍ امنیت ګواښوی، یو هیله درلودلی دی: د تروریزم سره حقیقی مبارزه.

ولی په افغانستان کی د ۱۷ کالو راهیسی د نړۍ قدرتمنده نظامیانو حضور سربیره، دا غوښتنه تراوسه تکراریږی؟

افغانستان وایی نړۍ په خطا سره افغانستان د تروریزم مرکز بولی. د کابل اصلی سیاستونو جوهر دا دی چی د تروریزم اصلی ریشی د افغانستان مرزونو هغه خواته یعنی په پاکستان کی شتون لری. تروریزم هلته لوی نظامی پایګاوی لری، تروریستی مشران، هلته امنیت او مصونیت کی ساتل سوی اردوګاوی لری چی تراوسه د نړۍ هیڅ قدرت لاس ورته نه دی رسیدلی. د پاکستان مذهبی په زرهاوو مدرسی، د ډیرو کلونو راهیسی، د تروریستانو د نسل تربیت په لټه کی دی چی په افغانستان کی حضور پیدا کړی او د اسلام آباد رژیم ددی تروریست تربیت او تولید مرکزونو څخه ملاتړ کوی.

افغانستان په دی برخه کی، کافی شواهد او اسناد په لاس کی لری. ډیر ځلی دا شواهد په رسنیو کی شکاره سوی دی او د لویو قدرتونو لکه بین المللی سازمان ملل او سازمان ملل متحد په اختیار کی ورکړل سوی دی.

بی له شکه، د لستګونو غربی قدرتونو جاسوسی سازمانونه د ناتو غړۍ چی په افغانستان کی، فعال حضور لری د کابل اطلاعاتی او امنیتی دستګاوو څخه ډیر معلومات په دی برخه کی لری.

د نمونی په توګه، یواځی یو ځل، د آلمان اطلاعاتی سازمان اعلان کړ چی شپږ میاشتی مخکی د کابل وزیر اکبر خان برید څخه چی تر ۱۰۰۰ ډیر شهیدان او ټپیان درلودل، د مکان او زمان او ګټه اخیستنی وسیلی او... څخه خبر درلود!

دی مسایلو ته په کتو سره، په افغانستان کی د تروریزم سره مبارزه، ډیر تاریکی نقطی لری چی څیړلو ته اړتیا لری.

دا چی نړیوال لوی قدرتونه لکه امریکا او بین المللی سازمان ملل متحد د یقینی اسنادو او مدارکو شتون سربیره، نه غواړی چی پاکستان د تروریزم څخه شکاره ملاتړ له امله، مجازات کړی، خپله په افغانستان کی د تروریزم سره مبارزی بل ابهام او پیچلی بحثونو څخه دی.

سربیره پردی، اشرف غنی یو ځل بیا ددی ثابت او تکراری موضوع لپاره نیویارک ته روان سو چی نړۍ په افغانستان کی د بین المللی تروریزم سره حقیقی مبارزی لپاره راوغواړی.

کارپوهان وایی چی د افغانستان دولت، ددی غوښتنی ترڅنګ، د نړۍ څخه تازه غوښتنی هم لری؛ هغه غوښتنی چی د آمریکا تګلاری بدلون له امله په افغانستان او آسیا جنوب کی منځته راغلی دی.

د افغانستان مشران، هیله لری چی سږ کال وکولای سی د ترامپ تازه استراتژی په لړ کی، هیوادونه او نړۍ سازمانونه مجاب کړی چی په افغانستان کی د بین المللی تروریزم سره وجنګیږی بیله دی چی په سیمه کی د تروریزم اصلی سرچینه وتړی.

https://avapress.com/vdchivnzx23nmzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته