دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۲۶
د مطلب کود : 147622
جوادیه جنایت او د هرات امنیت تیاره راتلونکی

 

د هرات والی دفتر وایی چی د جوادیه مسجد باندی انتحاری برید کی لږترلږه ۲۹ تنه شهید او د ۶۴ تنو څخه ډیر ټپیان سو.

دا برید د سه شنبه په شپه د اسد لسم تاریخ د ۸ بجو په شاوخوا ترسره سو.

د هرات پولیس وایی چی دا برید د دوو کسانو په واسطه ترسره سوی دی.

سیمه ایز سرچینی ویلی دی چی لمړنۍ مهاجم په ډزو باندی پیل وکړ او وروسته دوهم مهاجم خپل ځان سره چاودیدونکی توکی د لمونځ کوونکو په منځ کی د مسجد دننه چاودنه ورکړه.

د طالبانو یو ویاند په تلفنی اړیکه کی د خبرنګارانو سره دا برید محکوم کړی او ویلی چی دا برید د هغوی کار نه وو.

هرات د افغانستان امنو ښارونو څخه دی او په همدی دلیل، هغه جنایتونه چی د جوادیه په مسجد کی ترسره سو، ددی ترڅنګ چی دوه میاشتی څخه کم مخکی ددی شار مسجد جامع کی برید ترسره سو، ددی ښار امنیت راتلونکی هولنکاک خبری لری.

توپیرنه کوی چی دا ناځوانه برید د کوم تروریستی ډلی کار دی؛ هغه څه چی ارزښت لری دادی چی د سیمه ایزو رقابتونو پښی نشانی د هرات په امنیتی پیښو کی په پوره توګه شکاره دی.

هرات د افغانستان په جنوب او د ایران په ختیځ کی واقع دی. ددی ښار ګاونډیتوب دایران سره، د کلونو په لړ کی د امنیت اصلی لامل وو؛ ځکه چی د افغانستان ناامنی اصلی لامل، د مرزونو هغه لورو څخه وارداتی ناامنی دی؛ هغه څه چی د ختیځی او جنوبی او جنوب ختیځی ولایتونو په اړه صدق کوی او ناامنی هغه سیمو څخه د هیواد نورو برخو ته وړل کیږی.

د هرات په اړه ددی لپاره چی د ایران سره ګاونډی دی او د هغه لوری تروریستان هیواد ته نه واردیږی، دا ښار کلونه په امنیت کی پاته دی. دا چی تروریستان او سیمه ایز ملاتړ کوونکی هڅه کوی چی ناامنی په مدیریتی توګه د ایران مرزونو ته نږدی کړی.

مذهبی، خلګو او شیعه روحانیونو اماکن تر برید لاندی راوړل په دی ښار کی د بیروونکو تګلارو څخه حکایت لری چی تکفیری تروریستان د خپل کار تحقق لپاره، خپل اساس فرقه ای تنشونو رامنځته کولو باندی درولی دی؛ لکه څنګه چی په عراق او لبنان او پاکستان کی تجربه کړی دی.

دا برید په کابل کی د عراق سفارت باندی برید یو ورځ نه وروسته ترسره سو چی داعش ډلی مسعولیت یی هم په غاړه واخیست.

په دی حساب سره، آیا تروریستان او ملاتړکوونکی یی په دی لټه کی دی چی د فرقه ای جنګ جغرافیا د عراق څخه افغانستان ته ولیږی؟

د عینی شاهدانو په وینا، ۴ انتحاری کوونکی چی بیله نقابه او سپورتی بوټونوسره وو، لمړۍ د ډزو په کولو سره د بکرآباد مسجد ته داخل سو او وروسته دوه تنه د هغوی څخه د لمونځ کوونکی منځته تللی او ځان ته چاودنه ورکړی دی.

علی رضا یو د عینی شاهدانو څخه دی وایی چی هغوی کلاشینکوفونه درلودل او پر خلګو باندی یی ډزی کولی.

دا عینی شاهد وایی چی دوه تنه د برید کوونکو څخه مسجد نه ووتل او وتښتیدل او خلګ هرڅومره چی امنیتی ځواکونو ته ویل چی دا دوه تنه برید کوونکو وو او پرهغوی باندی ډزی وکړی، خو امنیتی ځواکونه ډزی ونه کړی او وویل چی اجازه نه لرو!

دا پیښه د بل خبری څخه پرده پورته کوی او هغه په هرات کی د ناامنیو ډیریدو په وړاندی د دولت سقوط دی.

ولی امنیتی ځواکونه، تروریستانو باندی ډزی ونه کړی؟

اساسا هغه وخت چی مذهبی اماکن او دینی شخصیتونه په سازمانده ډول سره تر هدف لاندی قرار نیسی، دولت تراوسه هیڅ برنامه د امنیت تامین لپاره په لاس نه دی نیولی؟

دا هغه پوښتنی دی چی د دولت چوپتیا نوره هم شکاره کوی او هرات ښار ته مدیریت سوی ناامنیو لیږد خبری پیاوړی کوی.

له بل لوری ځینی کسان د عینی شاهدانو څخه د افغان غږ خبری آژانس و خبرنګار ته وویل چی امنیتی ځواکونه پر برید کوونکو باندی ډزی پرځای، ملکی کسانو باندی ډزی کولی.

ددی پیښی وروسته د بکرآباد سیمی خلګ مسجد ته نږدی امنیتی ځواکونو پایګاه باندی یورش وکړ او دهغوی پوستی ته اور واچوله.

خلګو په دی غږ سره چی پر حکومتدارانو او امنیتی ځواکونو باندی مرګ په سیمه کی حضور درلود او په دی توګه اته تنه امنیتی ځواکونه هوایی ډزی کړی او یو یی خطایی ملکی کس سره نشته کړی دی.

یو د عینی شاهدانو څخه وایی چی په دی برید کی یواځی دوه تنه سالم وتلی دی چی یو بوډا سړۍ او یو ۱۰ کلن کوچنی دی.

 

دی ادعاوو ته په کتو سره باید ددی برید په اړه سمه او دقیقه څیړنه وسی.

ولسمشر غنی دا برید محکوم کړ. خلګ او ټولنیز شبکه دولت په ناکارآمدی او ناتوانی باندی محکوم کړ او د پراخ او اساسی بدلونونو او اصلاحاتو غوښتونکی د هرات په امنیتی او سیمه ایز حکومت او ساختار کی دی؟

https://avapress.com/vdchiqnzi23nk-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته