د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت نن په رسمي ډول د کانکور ازموينې پایلې د یوه مطابوعاتي کنفرانس په ترڅ کې اعلان کړې.
د صدای افغان خبری آژانس، د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وایي، د ۱۳۹۵هجري لمریز کال د کانکور په امتحاناتو کې ۱۶۹۵۲۹ د دولسم ټولګي فارغانین بخه اخیستې وه.
چارواکي زیاتوي، له دغو کسانو تر ۱۴۰ زره زیات کسان په دې توانېدلي چې پوهنتونو او نورو تحصيلي موسسو ته لار پيدا کړي.
د چارواکو په وینا، دولتي لوړو زده کړو موسسو ته بریاليو کسانو شمېر ۶۰۶۲۹ او دولتي نیمه عالي موسسو ته د بریالیو کسانو شمېر ۳۱۰۲۹ تنه دي”
نوموړي وايي پر دې سربېره د خصوصي عالی تحصیلاتو موسسو ته د شامېلېدو په شرایطو برابر کسانو شمېر ۵۵۲۶۶ کسان دي.
رضا د عوض زوی د کابل ولایت د هېواد ښوونځي څخه د لوړو نومرو په اخیستو سره د کانکور اول نومره بلل شوی.
په همدې حال کې اختر محمد د چمن علي زوی له غزني ولایت څخه دوهم او ذبیح الله د رحمت زوی له کابل ولایت څخه د کانکور درېیم نمره بلل شوی.