دخپریدو نیټه :جمعه ۲ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 145228
هلمند والي امنيتي ارګانونو ته د کابل بانک پېښې څېړلو امر وکړ
هلمند والي حيات الله حيات په يوه بېړنۍ نظامي جلسه کې امنيتي ارګانونو ته امر وکړ، چې کابل بانک ته څېرمه د ترسره شوي ترورستي بريد په هکله هر اړخيزې جدي څېړنې وکړي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، پرون غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د لښکرګاه ښار کابل بانک ته څېرمه موټر بم بريد وشو، چې په ترڅ کې يې ۳۴ کسان شهيدان او ۵۸ نور ټپيان شول.

په شهيدانو او ټپيانو کې لويه برخه مرګ ژوبله د ملکي وګړو ده، چې ماشومان او ښځې هم پکې شاملې دي.
هلمند والي ددې پېښې څېړلو لپاره بېړنۍ نظامي غونډه راوبلله، چې پکې يې د ملي امنيت، ملي اردو، ملي پوليسو، عامه نظم او سرحدي لېوا ارګانونو څخه يو ځانګړی پلاوی وټاکه او ورته يې دنده وسپارله چې پېښه په جدي توګه وڅېړي.
هغه زیاته کړه، هيڅ نظاميان حق نه لري چې له نظامي څانګو پرته کابل بانک ته د تنخوا اخيستلو لپاره لاړ شي نو دا بايد معلومه شي چې ولې نظاميان پرون بيا کابل بانک ته د معاش اخيستلو لپاره تللي وو؟ او همدارنګه پلاوی مکلف دی چې د پېښې څرنګوالي په هکله هم هر اړخيزې څېړنې وکړي.
دغه راز هلمند والي حيات الله حيات امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه وکړه، چې د کوچني اختر په رارسېدو سره د منظم پلان له مخې امنيتي تدابير ټينګ او په ښار کې د نا امنيو جدي مخنيوی وکړي.
https://avapress.com/vdchimnz623nkid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته