دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 144526
د فلسطین شپږ ورځنۍ جنګ پنځوس کاله وروسته، همیشنۍ شروع
د ۲۰۱۷ کال آپریل میاشتی په آخر کی، د آمریکا کنګری جمهوری غوښتونکی ځینی نمایندګان یو ډله د ( اسرائیل بریالیتوب ) په نامه یو ډله رامنځته کړه. هغوی هم وایی چی موږ باور لرو چی اسرائیل د جنګ ګټونکی دی او بنا پردی، د اسرائیل او ګاونډیانو ترمنځ د سولی برقراره کولو لپاره، باید دا حقیقت په نظر کی ونیول سی. دا لمړۍ ځل نه دی چی اسرائیل د فلسطینیانو نابودی په اړه خیال بافی کوی.
د یو آزادی غوښتونکی غورځنګ رامنځته کیدنه
دا پیښه خپله د یو لوی بل ماتی وروسته رامنځته کیدله: د ۱۹۳۶-۱۹۳۹ لوی فلسطینی شورش تار ومار کیدنه، مدنی او نظامی شورش له منځه تلنه چی د انګلیس حضور پای ته رسولو او یهودیانو مهاجرت قطع کیدو غوښتونکی وو. دا قیام د انګلیس او صهیونیست مسلح نظام په واسطه له منځه ولاړل او صهیونیستان اجازه ورکړل چی افزار جنګ او هغه مهارت کسب کړی چی د هغوی ۱۹۴۸-۱۹۳۹ بریالیتوب لامل د عرب ځواکونو په وړاندی سو.
فلسطینیان، ځای ورکړل سوی کسان په ګاونډی هیوادونو او د اسرائیل تر تسلط لاندی سیمو کی، لکه څنګه چی شارت وویل د ورکیدو په حال کی دی. د فلسطیانو برخلیک هم د آمریکا سره پوستو په شان کیدله.
اوری اونری، اسرائیلی سوله طلب کنشګر، یو مکالمه په یاد راوړله. هغه د ۱۹۵۶ کال او د غزه لمړنۍ اشغال په وخت کی د اسرائیل په واسطه یو سرتیری وو، وایی چی زه د یو عرب کوچنی هلک څخه می پوښتنه وکړه چی هلته په اردوګاه کی یی ژوند کول، ته د کوم ځای یی؟ هغه وویل چی زه د الکوباب څخه یم. دده خبره زه په فکر یوړم، ځکه چی دا هلک اوه کاله بالا عمر نه درلود او هغه په غزه کی د جنګ وروسته زیږیدلی وو حتی الکوباب چی ډیر وخت راهیسی نور شتون نه درلود، نه وو لیدلی.
د اسرائیل دولت منځته راتلو وروسته په خاورمیانه کی، د هغه عرب حکومتونو سقوط ته چی غرب طرفدار وو سریع کړل. نو خاورمیانه په مصر کی د ناصر قدرت رسیدنی او په سیمه کی د ملی ګرائی انقلابی رامنځته کیدل او عراق سلطنتی رژیم سقوط شاهد په ۱۹۵۸ کی سو.
ددی ماتی وروسته د اسرائیل په وړاندی عربی هیوادونه یو فلسطینی آزادی بخش سازمان رامنځته کړه. د جنوری ۱۹۶۵ کال هغه سازمان د اسرائیل په وړاندی لمړۍ نظامی عملیات وکړ. د عربی هیوادونو درانده ماته په ۱۹۶۷ کی، د فلسطینیانو خودمختاری مبارزی شرایط مهیا کړه.
خو د ځینو پیښو له امله دوی مجبور سو چی خپل مقصدونه او هدفونو مرز کوچنی او د فلسطین ویش نظریه قبول کړی
. بومیانو په نسبت د برتری احساس
د فلسطین آزادی بخش سازمان نړیوال وجهه ه لاره پیدا کړه؛د ۱۹۷۴ کال نوامبر ۱۳ کی یاسر عرفات د سازمان ملل په عمومی مجمع کی د خبری کولو لپاره وغوښتل سو.
د فلسطینیانو آزادی بخش سازمان د ډیرو دولتونو پواسطه بغیر د اسرائیل او آمریکا څخه، په رسمیت وپیژندل سو. یاسر عرفات د فلسطین خودګردان حکومت د ۱۹۹۴ کال جولای په لمړۍ نیټهپه غزه کی رامنځته کړه. د خودمختاری ورکولو سربیره هم د فلسطینیانو ورځنۍ ژوند ورځ په ورځ خرابیدله او اسرائیل خپل استعمار ته پراختیا ورکړه.
اسرائیلیان فلسطینیانو خودمختاری حق انکاروله او د بومیانو په نسبت برتری احساس درلود.
د فلسطین خلګو مقاومتی غورځنګ دوهم ماته فلسطین خودګردان حکومت د توجه وړ ضعیف کیدو لامل سو او دهغوی ترتسلط لاندی سیمه پردوو برخو وویشل: غزه د حماس اسلام ګرایه ګوند تر تسلط لاندی او کرانه باختری د فتحی سازمان تر نفوذ لاندی ولاړل. نه داخلی تفرقی او نه هم د اسرائیلیانو هڅی فلسطینیان صرف نظر کولوباندی مجبوره نه کړل. هغوی نه یواځی چی د خپل کور څخه لاس نه پریولی بلکه سرسختانه دفاع هم کوی.
د اشغالی سیمو اوسیدونکو لپاره دوه بیل قانون شتون لری، هغه نظام چی د ډیرو لور و څخه آپارتاید ته یوشان دی.
میلیونونه کسان په ټول نړۍ کی وتوانیدل چی د فلسطینیانو مبارزه په خپل ذهن کی مجسم کړی. داسی مبارزه چی حقوقو تساوی والی د تبعیض ضد غورځنګونه منعکسوی. که څه هم دا کار فلسطینیانو مبارزه نه تضمینوی خو یو ګټونکی مهم پاڼه په لاس کی لری، چی خپل آزادی غوښتونکی ارادی سره، غورڅنګ تداوم ته ژوند وربخشی.
د ۱۹۱۷ کال نوامبر ۲ کی ارد آرتور جیمز یو بالغور نامه امضا ته ورسول چی په هغه کی اعلان سوی وو چی بریتانیا دولت ( د یهود خلق لپاره ملی کانون تاسیس سره په لمړۍ نسخه کی لیکل سوی وو د یهود نژاد په فلسطین کی مثبت نظر لری او خپل ټول هڅی به ددی مقصد لاسته راوړلو لپاره به په کار واچوی. وروسته آرتورکوستلر هغه لیکوال چی د صهیونیست سازمانونو ترڅنګ په جنګونو کی شرکت درلود، دا پیښه داسی خلاصه کړ: یو ملت په رسمی توګه بل ملت ته وعده ورکړ چی دریم ملت ځمکه هغوی ته ورکوی. دا استعماری چلند یو پیړۍ بی ثباتی، جنګونه او خشم اونفرت رامنځته کړی دی او د ناهیلی توب لامل دی. د فلسطینیانو رنجونو ته پای ټکی ورکول فورآ د سولی لامل به ونه سی، خو تر څو چی اشغالګری ادامه لری، په خاورمیانه کی سوله او ثبات نه رامنځته کیږی.
https://avapress.com/vdchiknz-23nkmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته