دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 97842
د ایران په خلاف د نویو بندیزونو په وړاندې غبرګونونه دوام لري
د ایران د خارجه وزارت د اروپايي او امریکايي چارو مرستیال د ایران په خلاف د امریکې نوي بندیزونه غیرعادلانه او ظالمانه وبلل.
ایرنا خبري آژانس رپورټ ورکړی چې د ایران د خارجه وزیر مرستیال مجیدتخت روانچي پرون، په دې وروستیو کښې د امریکې لخوا د ځینو ایراني شخصیتونو او شرکتونو په خلاف د نویو بندیزونو د لګیدو په غبرګون کښې وویل: د امریکایانو دوه ډوله کړچار په هیڅ وجه د منلو نه دی.
په عین حال ک د ایرن د نظام د مصلحت پيژاندې ټولنې د سټراټیجکو څیړنو د مرکز مشر علي اکبر ولایتي هم ویلي: دا بندیزونه د جنیوا د موافقې خلاف ورزي ده.
ښاغلي ولایتي له ۵+۱ ډلې سره د خبرواترو په دوام باندې د ټینګار په ترڅ کښې زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د سوله ایزې ایټمي انرجۍ د کارولو په حق باندې ټینګار لري.
د ایران په خلاف د امریکې نوي بایکاټونه په داسې حال کښې دي چې ټاکل شوې د ایران او ۵+۱ ډلې ترمینځ د ایټمي خبرواترو نوی پړاو د روان ۲۰۱۴ کال په ستمبر میاشت کښې ترسره شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchi6nw.23nqkdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته