دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۵۳
د مطلب کود : 153580
د داعش آخر
سردار قاسم سلیمانی؛ د ایران سپاه پاسداران انقلابی قدس ځواکونو قومانده و حضرت آیت الله العظمی امام علی خامنه ای ته په یو پیغام کی ولیکل چی په عراق او سوریه کی د داعش تسلط له منځه تللی دی. ښاغلی سلیمانی چی د سپاه پاسدارانو مرزونو دباندی عملیاتونو قومانده په غاړه لری، په دی لیک کی لیکلی دی: حقیر د سرتیری په شان مکلف سوی دی د حضرت عالی له لوری په دی ډګر کی، د داعش آخری قلعه په آزادولو سره او دا امریکایی-صهیونیستی ډلی بیرق په کښته کولو او سوریه بیرق په پورته کولو سره، ددی خبیث شجره سلطه پای اعلانوم. ابوکمال یا بوکمال د سوریه په ختیځ کی د عراق مرز ته نږدی، د داعش آخرو مهمو پایګاوو څخه په سوریه کی وو چی آزاد سو. کارپوهان وایی چی نن ورځ د تکفیری تروریزم په وړاندی مبارزی تاریخ یو مهم نقطه بلل کیږی او دا یو لوی افتخار د هغه کسانو لپاره دی چی ددی لوی تکفیر په وړاندی ودریدل او اجازه ورنه کړ چی نوی خاور میانه ددی مزدور تروریستی ډلو په واسطه رامنځته سی. په دی حساب سره، د پوهانو په باور، د ابوکمال جنګ، د اسلامی امت په منځ کی تروریستی ضد یو حقیقی ائتلاف دی چی په هغه کی، د ایران، لبنان، افغانستان، پاکستان، عراق او نورو مسلمان هیوادونو څخه د سوری مبارزانو سره، د بین الملللی تروریزم په وړاندی ودریدل او مبارزه وکړه. دا کیدلای سی چی د تروریزم سره نورو برخو کی په اسلامی هیوادونو کی د یو نمونی او عملی تجربه په شان ګټه واخیستل سی؛ هغه نمونه چی نه یواځی تروریزم له منځه وړی؛ بلکه سیمه ایز هیوادونو مستمر او وابستګی ته د تروریزم سره مبارزی په بهانه هم له منځه یوسی او مسلمانان د تکفیر منحط ایدئولوژی لوی قربانیانو څخه د قبول وړ میزان ته ورسوی. که څه هم ځینی غربی رسنۍ، هڅه کوی چی د داعش برخلیک په سوریه او عراق کی امریکا او جنګ کی نغښتی ملی دولت باندی نسبت ورکړی او په دی ترتیب، او د نورو مسلمانانو نقش په کی صفر شکاره کړی؛ خو تاریخ شهادت ورکوی او راتلونکی کسان به زده کړی چی داعش نورو تکفیری او تروریستی ډلی کوم کسان او څنګه منځته راوړه او څنګه د هغوی څخه د ملی ځواکونواو دولتونو په وړاندی ملاتړ کوله او په نهایت کی، کوم ځواکونه هغوی نابود او له منځه یوړه. په دی منځ کی، د سردار قاسم سلیمانی ننۍ تاریخی تبریکی پیغام، د یو مهم او ماندګار بدلون په حیث، د ټولو په حافظه کی به پاته سی. هغه ملتونو باندی لوی حق لری؛ ځکه چی د هغه اقداماتو او مبارزاتو نه بغیر، نن به تکفیری تروریزم په سیمه کی بل برخلیک درلودی وای او په هغه صورت کی، هیڅ څوک نه پوهیږی چی کوم ځواک به د غرب او اعرابو او اسراییل ملاتړ لاندی نفرت او وحشت لشکر په وړاندی دریدلی وای او مبارزه کړی وای.
https://avapress.com/vdch6xnzv23nmmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته