دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 139784
پر روغتون وسلوال برید طالبانو، لښکر طیبه او داعش په ګډه تر سره کړی
د افغانستان د ملي امینیت رييس وايي، چې پر سردار محمد داوود خان روغتون وسلوال برید طالبانو، لښکر طیبه او داعش په ګډه تر سره کړی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، دې پېچلي برید امینتي او دفاعي چارواکي تر مشرانو جرګې ورسول او د یکشنبې د ورځې په غونډه کې د ملي دفاع د وزیر د خوب په اړه خبرې راپورته شوې.
د ملي دفاع وزیر عبدالله حبیبي وایي، زه هیڅکله نه ویده کیږم. ان د ښوونځي په ټولګي کې مې هم خوب نه دی کړی؛ کوم تصادفي جنرال او وزیر نه یم او نه ادب دا اجازه راکوي، چې د چا سترګو ته نیغ وګورم.
هغه په بشپړ ټینګار په ډاګه کړه، چې زه په روحي او جسمي توګه د هېواد دفاع ته جوګه یم.
دغه راز نوموړی وایي، چې پر څلور سوه بستریز روغتون برید د کشفي او استخباراتي مسوولینو د غفلت له کبله رامنځته شوی دی.
د نوموړي په وینا؛ پر څلورسوه بستریز روغتون په برید کې طالبانو افراد تیار کړي، لشکر طیبه ورته سرچینې په ډاګه کړي او داعش د برید زمینه رامنځته کړې ده.
د ملي امنیت رييس معصوم ستانکزی وايي، په برید کې یوازې څو ترهګرو ډلو ونډه نه ده اخیستې او نه هم یوازې د یوه ځانګړي هېواد لخوا یې ملاتړ کیده.
د هغه په باور د برید په تور د څلور پوړیو بېلابېل کسان نیول شوي دي؛ چې لومړۍ کتګوري یې د روغتون له دننه، دوه یمه له روغتون بهر او دریمه هغه کتګوري ده، چې اوس هم تر پلټنې لاندې دي.
هغه دغه راز څرګنده کړې، چې پر روغتون د شوي برید په څېړنو کې یې ډېر معلومات تر لاسه کړي؛ خو هغه ونه غوښتل دغه معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
امنیتي بنسټونو پر ۴۰۰ بستریز روغتون برید پېچلی، څو اړخیزه او ستره دسیسه وګڼله؛ خو د پېښې په اړه بشپړې څرګندونې نه کوي.
په ټوله کې افغان امینتي چارواکي د کندهار پر میلیمستون د شوې برید په اړه هم څېړنې ګټورې بولي؛ خو څه په ډاګه کوي.
https://avapress.com/vdch6wnzk23nxqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته