دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۰۸
د مطلب کود : 36038
روسیه وايي په مشروط ډول له طالبانو سره د خبرو مخالفه نه ده
ویل کېږي روسیه، چې عملاً په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو سخته مخالفه ده، د اوسني وضعیت د دوام غوښتونکې ده چې افغانان او لوېدیځوال په جګړه کې ښکېل دي.
تاند - د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف پرون په مسکو کې د پاکستان له باندنیو چارو وزیرې حنا رباني کر سره له کتنې وروسته وویل چې هیواد یې د هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې هدف یې په افغانستان کې د سولې راوستل وي.

ویل کېږي روسیه، چې عملاً په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو سخته مخالفه ده، د اوسني وضعیت د دوام غوښتونکې ده چې افغانان او لوېدیځوال په جګړه کې ښکېل دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره د قطر له چارواکو سره له کتنې وروسته د چهارشنبې په ورځ مسکو ته لاړه چې د روسیې له چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه د وروستیو انکشافاتو په اړه خبرې وکړي.

قطر وروسته له دې د افغانستان د سولې د هلوځلو پر مرکز بدل شو چې څرګنده شوه امریکايي مامورینو په دوحې کې له طالب استازو سره خبرې کړي او طالبانو د افغانستان د مسلې د حل کولو پر لارو چارو د خبرو او تماس لپاره په دې ښار کې د یوه سیاسي دفتر پرانستلو ته چمتووالی په جار څرګند کړ.

لاوروف وویل: روسیه د هر هغه تماس ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د ملي پخلاینې په خدمت کې وي.

ده ټینګار وکړ چې دا بهیر باید د افغانانو په مشرۍ او د هغوی له لوري وي. لاوروف په عین حال کې په دې ټینګار وکاوه چې طالبان باید جګړه بس کړي، د افغانستان اساسي قانون ومني، له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره اړیکې وشلوي.

ده وویل، که طالبان دا خبرې ومني بیا د افغانستان د ملي پخلاینې د بهیر د دوام نه موندلو لپاره هیڅ دلیل نه پاتې کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر چې، پر هیواد یې د طالبانو د ملاتړ تور پوري کېږي، له لاوروف سره په کتنه کې وویل چې پاکستان له طالبانو سره د تماسونو او په افغانستان کې د ملي پخلاینې ملاتړ کوي.

دې په عین حال کې وویل چې په افغانستان کې سوله د دغه هیواد د ګاونډیو هیوادونو په ګټه ده.

تر دې مخکې د پاکستان صدراعظم د افغانستان د سولې په اړه د قطر له امیر سره په کتنه کې ویلي و چې پاکستان په افغانستان کې د هغې سولې او پخلاینې ملاتړ کوي چې د پاکستان ګټو ته تاوان ونه لري.

رضا ګیلاني د قطر درې ورځنی سفر، چې د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کر هم ورسره وه، د چهارشنبې په ورځ پای ته ورساوه.


سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6vnx.23n-xdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته