دخپریدو نیټه :جمعه ۸ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۹
د مطلب کود : 137281
په ننګرهار کې د شولو پروسس ته فابریکه جوړه شوه
په ننګرهار کې د شولو پروسس فابریکي مسوولین وايي؛ دا په ختیځ ولایتونو کي د شولو د پروسس لومړنۍ فابریکه ده، چي په هرساعت کي ۵ ټنه وریجی پروسس او تیارولی شي.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : د مسوولینو په وینا؛ دا فابریکه د ننګرهار په بهسودو کې جوړه شوې، چې یونیم میلیون امریکايي دالر لګښت پرې راغلی دی.
د فابریکې مشر غلام نبي زیاتوي؛د دغه لګښت ۱۵ په سلو کې د امریکا نړیوالې پراختیایي مؤسسې او نورې د فابریکې جوړوونکي شرکت سمیع ابراهیم لګولې دي.
نوموړي دا هم په ډاګه کړې، دا فابریکه په سیمه کې۴۰۰۰ بزګرو او کارګروته د کار زمینه برابروي. د ننګرهار کرنې ریاست وايي؛ ددغې فابریکې جوړیدلکولی شي، چې نور سوداګر هم په دې برخه کې پانګونې ته وهڅوي او د سیمې بزګر پر ځان بسیا کړي.
https://avapress.com/vdch6qnzz23nxid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته