دخپریدو نیټه :شنبه ۷ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۴
د مطلب کود : 138587
په هلمند کې جګړه سیمه ییزو او مرکزي چارواکو روانه ساتلې
د هغو اطلاعاتو له مخې، چې ورکړل شوي، د زیاترو سیمه ییزو چارواکو تر څنګ، وزیران، مرستیالان او د امنیتي بنسټونو رییسان او جنرالان، چې هم په اوسني حکومت کې کار کوي او هم د پخواني حکومت اړوندان دي، د جګړې په دوام کې مستقیم لاس لري او ټول غلاوې کوي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د هلمند ولایت عملیاتي مسوول عبدالجبار قهرمان وایی چې، د قراردادیانو پیسې، د سون توکو او دولتي ځواکونو د مهماتو او وسلو د پلور او دغه راز د سلګونه خیالي سرتېرو معاشونه د مرکزي او سیمه ییزو چارواکو جیبونو ته ځي او له همدې کبله د جګړې د دوام لپاره هڅې روانې دي.
د هلمند ولایت عملیاتي مسوول عبدالجبار قهرمان په ډاګه کړنې، چې: په هلمند کې د امنیتي ځواکونو د قراردادي پیسو په ډېره برخه کې حکومتي چارواکي غبن کوي.
دوه یم، د سون توکو د پیسو ستره برخه د حکومتي مسوولینو جیبونو ته لویږي او د موادو ډېره کمه برخه ملي ځواکونو ته رسیږي.
درېیم، په هلمند کې د سلګونه خیالي سرتېرو معاشونه هم د مرکزي او سیمه ییزو چارواکو تر منځ وېشل کیږي.
څلورم، د ځواکونو د مهماتو پلور هم د چارواکو د عوایدو ښه لار ده.
پېنځم د ډېرو ګټې د نشه یي توکو په کر او قاچاق کې نغښتې دي.
د هلمند په جګړه کې جنګیدونکي سرتېري هم وایي، چې دولت نه غواړي روانه جګړه پای ته ورسیږي.
هغه څه چې په هلمند کې د امنیتي ځواکونو په وړاندې جفا بلل کیږي د حکومتي مشرانو له سترګو پټ نه دي؛ ځکه، نو تر اوسه څلویښت ځله بېلابېل پلاوي د ولسمشر غني، اجرائیه رییس، وزیرانو او د امنیتي بنسټونو د مرستیالانو په ګډون د حالت د څېړلو لپاره دې ولایت ته تللي، خو ویل کیږي، چې هیح نه دی ترسره سوی. ولسمشر محمد اشرف غني هغه مهال ویلي وه؛ اجازه نه ورکوم، چې ستاسو له مهماتو، لباس او غذا څخه غلا وشي او مافیایي کړۍ ستاسې حقوق تر پښ لاندې کړي.
د وسلو، مهماتو او حتا د امنیتي ځواکونو د یونیفورم پلورل هغه کیسه ده، چې د هر سرتېري په ژبه اوړي را اوړي او له دا ډول معاملو ستړي شوي دي. حتا باور لري، چې دولت نه غواړي د جګړې شدت را کم شي.
https://avapress.com/vdch66nzq23nxmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته