د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د هوایي او ځمکني بریدونو په ترڅ کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۲۳ تنه وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ ځانګړي عملیات، ۱ شپني عملیات، او ۱۰ هوایي بریدونه ترسره شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې چې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ترسره شوي، په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د ملي دفاع وزارت په وینا، د غور ولایت په تیوره ولسوالی کې ۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي او د پکتیا ولایت په جاني خېلو ولسوالی کې د عملیاتو پر مهال ۴ تنه وسله وال وژل شوي دي.
ملي دفاع وزارت په همدې حال کې وایي، د هلمند ولایت په ناوې ولسوالی کې د عملیاتو په ترڅ کې ۳ تنه وسله وال وژل شوي او ۱ تنه ټپي شوی دی.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.