دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 146786
هلمند کې پر پولیسو د خونړی هوایي برید په اړه د امریکایي ځواکونو څرګندونې

په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه تائیدوي چې په سویل هلمند ولایت کې د هوایي برید په ترڅ کې یوه شمېر پولیس سرتیري وژل شوي دي.

  د صدای افغان خبری آژانس، د امریکایي خواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دغه هوایي برید تیره ورځ د ګرشک ولسوالی په اړوند سیمه کې ترسره شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د برید په اړه پلټنې پیل شوي خو د قربانیانو کره شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

د لومړنی معلومات پر بنسټ، په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۵ تنه پولیس سرتیري وژل چې پکې د هغوی قوماندانان هم شامل دي.

خو د هلمند والي ویاند عمر ځواک وایي، د قربانیانو کره شمېره تر اوسه څرګند نه دی شوی خو نوموړې وایي احتمالاً په دغه پوسته کې ۲۰ تنه پولیس د برید په وخت کي حضور درلود.

دا په داسې حال کې تیره اونی وسله والو طالبانو په یاد ولسوالی کې پر امنیتي پوستو ډلییز ځانمرګي پیل کړل په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونه د هلمند پ نورو ولسوالیو کې د ترهګرو پر ضد په عملیاتو بوخت دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6-nz-23nkqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته