دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۳۵
د مطلب کود : 126986
جمهور رئیس غني: د دارالامان تاریخي ماڼۍ د بیا رغاونې پروژه پرانیستله
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ښاري انکشاف او پراختیا عالي کمیسیون په لومړۍ ناسته او د دارالامان تاریخي ماڼۍ د بیارغاولو او جوړولو پروژې د پرانسیتنې په مراسمو کې چې په هغه ماڼۍ کې ترسره شول وویل، نن یو لیدلوري ته د ورستنېدو او نوي پیل ورځ ده.
جمهور رئیس غني: د دارالامان تاریخي ماڼۍ د بیا رغاونې پروژه پرانیستله
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ښاري انکشاف او پراختیا عالي کمیسیون په لومړۍ ناسته او د دارالامان تاریخي ماڼۍ د بیارغاولو او جوړولو پروژې د پرانسیتنې په مراسمو کې چې په هغه ماڼۍ کې ترسره شول وویل، نن یو لیدلوري ته د ورستنېدو او نوي پیل ورځ ده.
جمهور رئیس زیاته کړه، کله چې اعلیحضرت امان الله خان د نوي کابل لیدلوری مطرح کړ په ختیځ او اکثره غربي ښارونو کې دا لیدلوری لا تازه وو او ژر پیل شو. د دارالامان ټوله پروژه په شپږ کالو کې له لیدلوري څخه په عمل بدله شوه.
جمهور رئیس وویل، یاد لیدلوري په ډېر ښه مدیریت پرمختګ وکړ، خو بدبختانه داسې پېښې رامنځته شوې چې د دارالامان لیدلوری انزوا ته لاړ. نن ورځ موږ دوباره هغه ته رجوع کوو او د کابل ښار او د افغانستان د ټولو ښارونو لپاره یو نوی ګام پیلوو.
وروسته سیدسعادت منصور نادري، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې معین، او یو شمېر نورو حکومتي مسوولینو د یاد کمیسیون او د ښار د لومړیتوبونو برنامې په هکله خبرې وکړي.
د ښار جوړولو وزیر وویل، په دارالامان ماڼۍ کې چې د کابل ښار له تاریخي ځایونو څخه یو دی، د ښاري پراختیا عالي کمیسیون او د هغه د لومړۍ ناستې جوړول  ښاري سکتور او په دې برخه کې د شته ننګونو رفع کولو ته د جمهور رئیس پاملرنه ښیي.
هغه وویل، د ښاري پراختیا د کمیسیون د ایجاد موخې په ښاري سکتور کې د شته ننګونو تشخیص، په ښاري سکتور کې د همغږي رامنځته کول، د ښارونو د وضعیت د ښه والي لپاره د ګټورو برنامو طرحه او تطبیق او د ښاري منابعو سالم مدیریت دی.
سید سعادت منصور نادري وړاندیز وکړ، ښاري کمیسیون چې د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم مطابق ایجاد شوی د ښار جوړولو قانون د مسودې په اساس دې نوم د ښار جوړولو عالي شورا ته بدل شي، دندې او صلاحیتونه دې منظور شي او همدارنګه انجینر محمد یوسف پښتون، د پلازمېنې زون د انکشاف د خپلواکې ادارې، د صنایع او سوداګرۍ خونې او د ساختماني شرکتونو اتحادیې رئیسان دې د دې شورا په ترکیب کې شامل شي.
د هېواد جمهور رئیس د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته د ښار جوړولو سکتور کې په تېرو ۱۸ میاشتو کې د رامنځته شویو مطالعاتو، برنامه ریزي او ظرفیت ستاینه وکړه.
جمهور رئیس غني وویل، په ۲۰۱۶ کال کې زموږ ښارونو ته رسېدلی تاریخي میراث باید په هر اړخیزه توګه تثبیت شي، تر څو یو واضح او روښانه تصویر ولرو او د دارالامان تاریخي ماڼۍ د هغه یوه بېلګه ده، تر څو راتلونکي نسلونه په وضاحت پوه شي چې د ملي یووالي حکومت ته څه شی په میراث پاتې وو او هغه یې چېرې ورسول.
جمهور رئیس وویل، نن زموږ جایداد مصئون نه دی او تر ۲۰۲۵ کال پورې زموږ  له عمده موخو څخه داده، هر افغان چې په هر ښار کې ژوند کوي باید د شرعي، باور وړ او مصئون جایداد لرونکی وي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، زموږ ښارونو انکشاف کړی خو جهت نه لري او له ځمکې څخه ګټه اخیستنه غیر موثره ده او دا مسله وضاحت ته اړتیا لري تر څو خلک پوه شي چې د هر ښار څو سلنه جایداد په دولت پورې اړه لري او څو سلنه یې عام او خصوصي دی.
جمهور رئیس په ښاري انکشاف کې د خصوصي سکتور له ونډې اخیستنې څخه د مننې په ترڅ کې وویل، له خصوصي سکتور سره د همکاري قانون او دوامدار چوکاټ وجود نه درلود له همدې امله ټول زیانمن شول. هغه زیاته کړه، له خصوصي سکتور سره زموږ د مناسباتو ډول باید په دې نوې شورا کې مطرح شي.
جمهور رئیس غني وویل، تر څو چې خلک، دولت او خصوصي سکتور یو ځای نشي مقصود منزل ته نه رسېږي او د مدني ټولنې رول د یو اساسي لیدلوري په ایجاد کې دی.
جمهور رئیس څرګنده کړه، ښارونه باید د افغانستان د ټولو خلکو د وصل یوه نقطه او د ملي یووالي سمبول وي او ښاري بنسټونه لکه پوهنتونونه، روغتونونه، په ځانګړي ډول جوماتونه او تکیه خانې په یو مشخص چوکاټ کې راشي.
محمد اشرف غني وویل، د ښاروالیو په عوایدو کې یو مثبت تفاوت رامنځته شوی او د نوې ښاري رهبري د رامنځته کېدو ښودونکی دی.
جمهور رئیس د ښار جوړولو وزیر وړاندیزونه منظور کړل او څرګنده یې کړه، چې د دارالامان ماڼۍ د افغانستان په داخلي امکاناتو په شان او شوکت رغاول کېږي.
وروسته جمهور رئیس غني له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې رئیس او د مشرانو جرګې دویم نایب او د ښار جوړولو سکتور وزیرانو سره د پټۍ په پرې کولو د دارالامان تاریخي ماڼۍ د بیا رغاونې او جوړولو پروژه رسماً پرانیستله.
ډاکټر عبدالله عبدالله د دارالامان ماڼۍ د بیا رغاونې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، خوښ یم چې دا ناسته په دارالامان تاریخي ماڼۍ کې چې د افغانستان د تاریخي عظمت او د هېواد د ښارونو د احیا او بیا رغاونې لپاره د ملي یووالي حکومت ټینګ عزم او اراده ښیي، جوړه شوه. هغه هیله څرګنده کړه  چې زموږ خلک به د اصالت په خوندیتوب سره د دارالامان ماڼۍ د بیارغاونې شاهدان وي.
د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي او د مشرانو جرګې دویم نایب حسیب الله کلیمزي هم خبرې وکړې او د دارالامان تاریخي ماڼۍ د بیا رغاونې په برخه کې یې د حکومت او جمهور رئیس له نوښت څخه مننه وکړه.
جمهور رئیس غني د دارالامان تاریخي ماڼۍ د بیا رغاونې او جوړولو پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، نن تېر ته د ورستنېدو او د راتلونکي د بنسټ اېښودولو د پیل شاهدان یوو.
جمهور رئیس وویل، دا زموږ د تاریخ نیمګړی څپرکی دی او د ملي یووالي حکومت ویاړ لري چې یو منځمهاله او اوږدمهاله لیدلوری په لنډمهاله بیړنیو او عملي اقداماتو سره پیلوي.
محمد اشرف غني وویل، د دارالامان ماڼۍ احیا د ملت غوښتنه ده او دا به د لوړ پوړو مېلمنو د پالنې او د ځانګړو ملي مراسمو د جوړولو ځای وي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د روژې مبارکې میاشتې په پیل کې به حکومت د هېواد د یو شمېر عمده تاریخي جوماتونو اساسي ترمیم اعلان کړي، ځکه زموږ فرهنګ په اساسي توګه د اسلام مبارک دین سره پیوند لري.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د ملي یووالي حکومت ټینګه اراده لري،  هغه ستونزې چې په بېلابېلو برخو کې د تاریخي ستونزو پایله وه حل کړي او راتلونکو نسلونو ته مصئونیت برابر کړي او  د ښاري عالي شورا جوړول د دې ارادې ښودونکې ده.
جمهور رئیس د خلکو د ونډې په هکله وویل، زموږ خلک د باثباته ټولنې غوښتونکي دي چې سوله، همدلي او همبستګي په کې حاکمه وي او د هر افغان مساوات له بل افغان سره تامین شي او په ښارونو کې د حکومتوالي داسې شېوه وجود ولري چې ټول په کې ونډه ولري.
جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې دېته په اشارې چې د دارالامان ماڼۍ د ترمیم منابع د دولت له بودجې څخه تامینېږي هیله څرګنده کړه، چې له دې قدم سره موږ ته په میراث را رسېدلی نیمګړی څپرکی بشپړ شي.
جمهور رئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، خپل تاریخ ته په ارزښت قایل یوو، په راتلونکي باور او ټینګه اراده لرو او له خدای تعالی څخه د دې پروژې د عملي کولو او ټولو چارو لپاره توفیق غواړو.
https://avapress.com/vdch6-nz-23niwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته