دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۵۹
د مطلب کود : 101262
۷ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې لغمان ، کندهار ، زابل او ارزګان ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۷ تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول،  ۴ تنه ټپیان او یو تن د امنیتي ځواکونو له لورې  ژوندي ونیول شو .
په یادو عملیاتو کې یوه  اندازه وسلې ، مهمات او ۱۱ کړي ماینونه هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي  .
همدا راز  د ملي پولیسو منسوبانو تېره  ورځ ،۹ کړۍ  ماینونه  چې د طالب ترهګرو له لورې  د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه  د پروان او ارزګان ولایتونو  په  اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdch-znzi23nvid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته