دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 117265
ملي امنیت سلاکار: ډېر ژر به کندز له دښمن څخه په بشپړه توګه پاک شي
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په کابل کې د خپل کار په دفتر کې، د اروپایي تولڼې له سفیر فرانز مېشل مېلېبن سره وکتل.
په دې لېدنه کې دافغانستان او اروپایي ټولنې پر اړیکو، په افغانستان کې پر وروستیو امنیتي پېښو او د افغانستان د وسلوالو ځواکونو د ظرفیتونو او همغږۍ په اړه خبرې وشوې.

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر و ویل، چې د افغانستان د خلکو دښمنان کوښښ کوي ، چې له بې دفاع ملکي خلکو څخه د ځان د دفاع او ساتنې لپاره سپر جوړ کړي او په دې توګه د جګړې غځېدو او اوږدېدو ته لاره هواره کړي

د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې افغان ځواکونو ته د ملکي خلکو د ژوند ساتل او ژغورنه تر ټولو مهم لومړیتوب دی او ډېر ژر به کندز له دښمن څخه په بشپړه توګه پاک شي.

د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر د وسلوالو ځواکونو د ظرفیتونو او تشکیلاتو د ارزونې امر کړی او د دې اروزنې له بشپړېدو سره به د امنیتي او دفاعي ځواکونو له موجودو ظرفیتونو په لا ډېر موثریت او همغږې ګټه واخېستل شي.

د اروپایي ټولنېسفیر د دښمن پر وړاندې د افغانستان د وسلوالو ځواکونو لاسته راوړنې وستایلې او ویې ویل، چې له افغان ځواکونو سره د روزنې، تجهیز او مشورې په برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.


سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-qnzm23nzid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته