دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 147262
شهباز شریف د نواز شریف ځاېناستی او عباسي د پاکستان مؤقتي صدراعظم شو

د پاکستان واکمن مسلم‎لیګ نون ګوند پرېکړه کړې چې شهباز شریف به د دغه هېواد راتلونکی صدراعظم وي، خو تر هغه چې نوموړی د پارلمان غړیتوب تر لاسه کوي، شاهد خاقان عباسي به د لنډ مهالي صدراعظم په توګه کار کوي.

د پاکستان مخکیني صدراعظم نواز شریف د سترې محکمې له‎خوا تر نااهله کېدو وروسته دا اعلان د شنبې په ورځ مازدیګر په اسلام‎اباد کې د خپل ګوند مسلم لیګ نون په هغه غونډه کې وکړ چې د نوي صدراعظم د ټاکلو لپاره رابلل شوې وه او د یاد ګوند مخکښو غړیو په‎کې ګډون کړی و.

د پاکستان سترې محکمې د دې هېواد مخکینی صدراعظم نواز شریف د تېرې جمعې په ورځ د پاناما اسنادو په قضیه کې د درغلیو په تور نااهله وګرځاوه او د هغه پر ضد یې په احتساب عدالت کې د قضیې د داېرولو امر ورکړ چې ورسره سم ښاغلي شریف له خپلې دندې استعفا وکړه.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې د صدراعظم تر استعفا وروسته د هغه کابینه هم ړنګه شوه او نوی صدراعظم به یې له سره ټاکي.

ښاغلي شریف د خپل ګوند مشرانو په غونډه کې د وینا پرمهال د صدراعظم په توګه د خپل کشر ورور شهباز شریف نوم وړاندې کړ چې د ګوند د مشرتابه او مخکښو غړیو له خوا تائید شو.

شهباز شریف چې دا مهال د پنجاب ایالات اعلی وزیر دی او د ملي پارلمان غړیتوب نه‎لري، نو د پاکستان د قانون له مخې نه‎شي کولای د صدراعظم په توګه وټاکل شي، بلکې د دې لپاره به نوموړی لومړی د پارلمان غړیتوب ترلاسه کوي.

نواز شریف غونډې ته د وینا پر مهال وویل، ترهغه چې شهباز شریف د پارلمان غړیتوب ترلاسه کوي، نو شاهد خاقان عباسي به د لنډمهالي صدراعظم په توګه دنده ترسره کوي.
نوموړی په دې اړه وايي:"لکه څنګه چې ما خپل منصب پریښی دی، نو تر کافي غور او فکر وروسته ما دا پریکړه کړې او غواړم چې ستاسو مخې ته کېدم او هغه دا چې ما شهبازشریف د پاکستان د راتلونکي صدراعظم په توګه د ټاکلو پریکړه کړې، خو لکه څنګه چې دا به یو څه وخت اخلي، نو تر هغې به شاهد خاقان عباسي د پاکستان د لنډ مهاله صدراعظم په توګه دنده ترسره کوي."

د پاکستان د لنډ مهالي صدراعظم په توګه نومول شوی شاهد خاقان عباسي د مسلم لیګ نون ډلې یو مهم مخکښ دی چې له راولپنډۍ څخه د قومي اسمبلۍ غړی او همدا شان د نواز شریف د حکومت پر مهال یې د هغه په کابینه کې د نفتو د وزیر په توګه دنده ترسره کوله.

عباسي د نواز شریف تر اعلان وروسته د پاکستان له دولتي تلویزیزون سره په خبرو کې وویل، ګوند پر ده باور کړی او دی به هڅه کوي چې د هېواد چارې په سمه توګه پرمخ یوسي او راتلونکي صدراعظم ته یې وسپاري.

د یادونې وړ ده چې د صدراعظمۍ لپاره به واکمن مسلم لیګ نون ګوند لومړی شهباز شریف د ضمني ټاکنو له لارې د قومي اسمبلۍ غړی جوړوي او بیا به په پارلمان کې هغه ته له اکثریتي رأیو ورکولو وروسته نوموړی د پاکستان صدراعظم جوړېږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (اوا)
https://avapress.com/vdch-qnzi23nkid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته