دخپریدو نیټه :جمعه ۹ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود : 145561
د هرات په شیدایی کی د کوچنیانو پر روغتون باندی د مسلح کسانو برید
ناپیژانده کسانو د هرات ولایت شیدایی سیمه کی د کوچنیانو پر روغتون باندی برید وکړ چی په نتیجه کی یی دوه پولیس شهید او ټپی سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، محمد رفیق شیرزی، د هرات حوزوی روغتون ویاندی د افغان غږ خبری آژانس و خبرنګار ته وویل چی دا برید د کوچنیانو روغتون پر امنیتی پوسته باندی ترسره سو.
د هغه په وینا، امنیتی ځواکونو څخه یو تن شهید او یو تن هم تپی سوی دی.
هغه وویل چی ددی پیښی یواځنۍ ټپی ته لازم رسیدګی کیږی.
له بلی خوا هم جیلانی فرهاد د هرات والی ویاند ددی خبری تایید ترڅنګ د یو تن د وژل کیدو څخه خبر ورکړ.
هغه په دی اړه نور څه ونه ویل، خو د عاملانو د پیدا کولو لپاره یی د عملیات د شروع څخه خبر ورکړ.
شیدایی سیمه د هرات انجیل ولسوالی باندی مربوطیږی چی یواځی یو روغتون پکښی فعالیت لری او هغه هم یواځی کوچنیانو لپاره دی.
تراوسه نه دی مشخص سوی چی دا برید دکوم ډلی له خوا او د څه لپاره ترسره سوی دی.
https://avapress.com/vdch-mnzz23nkmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته